تاند – د جرمني د بایرن ایالت په ورتزبرګ ښار کې په یوه اورګاډي کې د تېرې شپې حمله افغان نه بلکه یوه پاکستاني ترهګر کړې ده.

د جرمني ZDF یا دویم تلوېزیوني چینل سره په خبرو کې د ترهګریزو چارو کارپوه ایلمار تیویشن وویل چې، ترهګر اصلا د پاکستان اوسېدونکی دی خو په جرمني کې یې خپل نوم له محمد ریاض څخه ریاض خان احمدزي ته بدل کړی دی.

ښاغلی ایلمار وایي چې د ترهګر د استوګنې له خونې څخه یو تر لاسه شوی د هویت سند ښیي چې د هغه اصلي نوم محمد ریاض دی او اصلا د پاکستان اوسېدونکی دی.

جرمني څېړونکيو ویلي چې، محمد ریاض په جرمني کې له دې امله خپل نوم او هېواد بدل کړي دي چې د افغان په نامه په اسانۍ سره پناه ترلاسه کړي.

ښاغلي ایلمار ZDF تلوېزیون ته ویلي چې پښتو په افغانستان او پاکستان دواړو کې ویل کیږي خو هغه لهجه چې محمد ریاض په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې کارولې ده ښيي چې نوموړي «حکومتونو»، «اردو یا پوځ»، «بدن»، او «مسلمانانو» ته داسې الفاظ کارولي چې په افغانستان کې یې پښتانه نه کاروي.

دا په نژدې یوه میاشت کې په افغانستان سربېره د نړۍ په نورو هېوادونو کې څلورمه ترهګریزه پېښه ده چې پاکستاني اتباع یې ترسره کوي. د جولای په اوایلو کې یوه پاکستاني تبعه ګلزارخان په سعودي عربستان کې ځانمرګی برید وکړ، بیا په هسپانیا کې په دوه جلا جلا پېښو کې څلور تنه پاکستانیان د ترهګرۍ په تور ونیول شول او دا تازه پېښه په جرمني کې ترسره شوه.

6 thoughts on “د جرمني تلوېزیون: د بایرن بریدګر افغان نه بلکه پاکستانی دی”
  1. څومره ښه خبره ده چی د شیطان اصلی څیره ټولو اروپانو او عربو ته څرګنده شی ، افغانان هم ددوی د چلونو په لومه کی راغلی دی چی د خپل وطن او نور لپاره یې د وژونکی آلې په حیث کاروله خدای د نور هم رسوا کړی

    1. چې پښتون وی او په افغانیت به شرمیږی، د دالخورو پنجاسپیانو نه به ډیر د افغانانو خلاف وی او په اروپا یا نورغربی هیوادونو کی به د تابعیت اخیستو لپاره ځان افغان ښایی، او نور به جیوی پاکستان چغی وهی نو په ښځه … واچوم

  2. ښاغلۍجمال کابلی صیب سلامونه اوښی چاری! اما تر دی وروسته جرم په نسل،ژبه ،قوم او ډی ان.ای پوری هیڅ اړه نلری ، جرم یوه فردی کړنه ده چی نسبت یی یوازی فاعل ته ورکول کیږی له بده مرغه دلته زموږ په ټولنه کی د ذهنی ناروغانو له برکته د یوه فرد جرم د نوموړی قوم ته منسو بیږی او لدی آدرسه بیا د هغی مجرم ټول قوم تومتی او ملامت ګڼل کیږی چی نومړی څانګړنه یوازی تر افغانستان پوری محدوده ده ،په نوره نړۍ کی همدا د فردیت قانون عام او د درناوی وړ دۍ. خبره که تر پاکستان پوری وی د نوموړی ملک لپاره هغه د رحمن بابا شعر کفایت کوی چی وایی:
    کوهی مه کنه د بل سړی په لارکی ««ِ»» چیری ستا به د کوهی پغاړه لارشی.. او:
    ته چی بل په غیشو ولي هسی پوه شه ««»» چی همدا غیشی به ستا په لور ګوذارشی،،، او :
    آدمزاد په مانا واړه یوصورت دۍ ««»» هر چی بل آزاروی هسی آزار شی.
    اودیته انډول متل زموږ او تاسی په فولکلور کی هم شتون لری کومچی داسی وایی: د مارګیر مرګ آخر د مار څخه وی! دشوروی د یرغل څخه نیولی تردی مهاله پاکستان د افغانستان لپاره ماران روزلی دی او اوس یی پایله وینی هم.

  3. جمال صیب چې پاکستاني اسناد یې په لاس وي او آی ایس آی د افغانستان د ورانولو او د افغان د نوم بدولو له پاره روزلی وي که د کامې میرویس یاسیني وي هم پاکستانی دی.

  4. د شخصي جرم او ګروپي یا د ډلي لخوا روزل شوي او جرم ته هڅول شوي باید فرق ولري دغه پیښي شخصي جرمونه نه دي بلکي د هیواد او تنظیمونو پوري تړلي جرمونه دي په داسي جرمونو کي د پاکستان یا نونورو ډلو او هیوادونو لاس وي داسي جرمونه باید شخصي نه دولتي او تنظیمي جرمونه وګڼل شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *