تاند- وروسته له دې چې یوه افغان پناه غوښتونکي په جرمني کې درې تنه په چاړه ووهل، د جرمني په ټولنه کې د ادغام د دولت وزیر په سیاسي انګېزه د کرکې د خپرواي په وړاندې خبرداری ورکړ.

د جمعې په ورځ د جرمني په رافینزبرګ ښار کې یو افغان پناه غوښتونکی، چې عمر یې ۲۱ کلن ښودل شوی، وروسته له دې ونیول شو چې په رڼه ورځ یې د بس په یوه تمځي کې ۳ تنه لارویان په چاړه ووهل.

په ټپیانو کې دوه سوریه وال پناه غوښتونکي او درېم جرمنی دی.

پولیس وايي حمله کوونکی عصبي ناروغي لري.

په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتونکو له لوري جنايي پېښې سبب شوي چې د دغو هیوادونو ولسونه پر خپلو حکومتونو فشار زیات کړي څو د مهاجرت شرایط سخته کړي.

په جرمني کې یو شمېر سختدریځي ګوندونه، چې د حکومت د مهاجرت له پالیسۍ سره مخالف دي، دا ډول پېښې د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره غوره فرصت بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *