توماس دي مایڅیرې

تاند- د جرمني دفاع وزیر نن افغانستان ته په سفر کې له ولسمشر کرزي په کلکه وغوښتل چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره امنیتي موافقه ژر لاسلیک کړي څو له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ناټو پوځیانو د حضور دوام ته لاره پرانستل شي.

حامد کرزي تراوسه پوري د مشورتي لویې جرګې له فیصلې او د امریکا له بیا بیا غوښتنو سره سره د دې موافقې له لاسلیکولو ډډه کړې ده.

د جرمني دفاع وزیر توماس دي مایزیرې (Thomas de Maizière) افغانستان ته د راتګ په لاره کې په الوتکه کې سپرو خبریالانو ته وویل:«موږ د افغان لوري چټک لاسلیک ته انتظار یوو. موږ د ټولو انتخابونو لپاره تیاري نیولې ده. د ځواکونو لېږل او یا بیا لېږل نویو پلانونو ته اړتیا لري.»

جرمني مخکې لا ویلي چې په افغانستان کې به له ۲۰۱۴ وروسته یو شمېر پوځیان پرېږدي. خو که امریکا له افغانستان سره موافقې ته ونه رسېده جرمني یا د ناټو بل غړی هیواد هم په افغانستان کې پوځیان نه پرېږدي.

دي مایزیرې دا خبره ومنله چې ولسي فشار احتمالاً پر کرزي اغېز کړی، خو خبرداری یې ورکړ چې د وخت کموالی د عملیاتو پلان جوړول له ستونزو سره مخامخوي.

د افغانستان اکثره خلک په ځانګړي ډول د شپې د عملیاتو د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر کرزي د شرط ملاتړ کوي. کرزی له تېرو لسو کلونو راهیسي د خلکو له فشار سره مخامخ دی چې د دوی پر کلیو او کورونو د بهرنیو پوځیانو عملیات پای ته ورسوي.

کرزي ویلي چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتیجه کې بریالی کېدونکی ولسمشر دې امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

خو د جرمني دفاع وزیر وویل چې له انتخاباتو وروسته وخت ته، چې ممکن دوهم پړاو ته وغځول شي، د امنیتي موافقې ځنډول به ډېر زیات ناوخته وي.

4 thoughts on “د جرمني دفاع وزیر له ولسمشر کرزي وغوښتل چې امنیتي موافقه لاسلیک کړي”
  1. که کرزی د جرمني چې د افغانانو یو تاریخي دوست هیواد دی، وړاندیز هم ونه مني نو بیا خو کرزي د ځان غوښتنې په ناعلاج رنځ اخته دی، چې درمل يي یوازې د یو ډول جراحي عملیاتو په وسیله ممکن دی او بس! کرزی باید د لیونتوب له دغه حالاته راووځي او د افغانستان ملي ګټو ته غاړه کښیږدي او دا تړون لاسلیک کړي

  2. ښاغلی وزیر صیب کله چه دافغان ولسمشر نه په کلکه غواړی چه تړون لاسلیک کړه، همداسی دامریکا دولسمشر نه هم وغواړه چه په نیمو شپو دافغانانو کورونوته دتالاشۍ په خاطر مه ورځی

  3. هیله ده چی د افغانستان لوری وړاندیزونه هم ومنل شی . دواړه لوری د یوځل بیا پدی هکله خبری سره وکړی او د اختلاف وړ مواد د یوه کمپرمایز یا سازش په اساس سره حل کړی

  4. پاچا صاحب!ستاسو په اصطلاح ده افغانستان دوست هیواد جرمنی ده افغانستان ده ښیګڼی لپاره دا توصیه کووی او که دجرمنی او ده امریکا ده مشترکو منافع لپاره؟ زه نه پوهیژمه چی زموژ هیوادوالو ده کرزی خبری په لویه جرګه کښي واوریدی او که نه ،هلته هغه په ډاګه درته وویلی چی ده افغانستان جنګ ده امریکا او پاکستان لوبه ده ، هغه زیاته کړه چی ده امریکا سفیر دلته ناست دی زه شواهد لرمه خو نه غواړمه چی ده امریکایانو خواه په بده کړمه. دامو واوریدل که نه؟ که مو اوریدلی ووی نو باور هم باید په وکړی که چیرته دا واقعت نه وای نه په هم هغه ورځه خو به امریکایی مقاما تو ده کرزی دغه خبره بدون له ځنډ او شرم نه رد کړی وایی، نو اووس که چیرته دا حقیقت ووی پاچا صاحب دانسخه او جراحی عملیاتو توصیه باندی مو له سره غور نه کووی؟ که چیرته کرزی دا موافقتنامه امضاکړی او بیاهم لوبه یا همداسی روانه ووی اویا هم نور خطیره شی نوبیا څوک به ده تاریخ په وړاندی مسوول ووی ؟ کرزی؟ که مجددی ، شمالی ټلواله او یا نسخه لیکوونکی او جراحی توصیه کوونکی پاچاصاحب؟ده پاچاصاحب شخصیت ته په کامل احترام سره، هیله لرمه دغه لیکنه مو خوا دربده نه کړی او یوازی او یوازی ده تاند ده دوه لوستونکوده نظرده تبادله په حیث ورته وګوری او که چیرته ما له حالاتو نه ناسم برداشت کړی ووی نو مهربانی وکړی خپل ارزښتمن نظر مو راسره شریک کړی.په مننه

    مسافر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *