د جرمني دفاع وزیره

تاند- د جرمني دفاع وزیره وايي، په وروستیو کلونو کې نړیوالو ځواکونو له افغانستانه په وتلو کې له ډېرې بیړې کار واخیست خو دا په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د اوږدمهالې ژمنې غوښتنه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني دفاع وزیرې اوریولا وان دیر لیین د دوشنبې په ورځ په مزارشریف کې د جرمني پوځیانو د لیدو په مهال له افغانستانه د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پر ژر وتلو نیوکه وکړه، خو ویې ویل چې نړیواله ټولنه اوس په دې پوی شوې باید له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې له زغمه کار واخلي.

د ناټو په مشرۍ نړیوال محارب ځواکونه د ۲۰۱۴ تر پای له افغانستانه ووتل خو د دغو ځواکونو له وتلو سره سره طالبانو جګړې ته زور ورکړ او نړیواله ټولنه یې اړ ایسته چې بېرته افغانستان ته جنګي ځواکونه راولېږي.

اوس په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شمېر ۱۵۴۰۰ ته رسېږي چې اکثره یې سلاکاران یا روزونکي دي خو تر یو کال پخوا پورې د دغو ځواکونو شمېر ۸۴۰۰ تنه و.

د جرمني دفاع وزیرې په مزارشریف کې وویل«زما هغه لومړي وختونه، چې موږ په ایساف کې د خپلو پوځیانو شمېر ډېر ژر کم کړ، نه هېرېږي. ټول پوهېږي چې د افغانستان امنیتي وضعیت ترینګلی دی.»

دې زیاته کړه، افغانستان لا هم د بهرنیو پوځیانو ملاتړ، مشورې او روزنې ته اړتیا لري. لا هم ډېر کار پاتې دی چې باید وشي. باور لرم چې موږ د خپل ماموریت په وسیله په افغانستان کې سم لور ته روان یوو. موږ ته پکار ده چې له صبره کار واخلو، افغانستان زموږ اوږد وخت ته اړتیا لري.»

د جرمني پارلمان تېره اوونۍ په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ماموریت د درو میاشتو لپاره اوږد کړ څو د دغه هیواد نوی حکومت پر اوږدمهال ماموریت غور وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *