تاند- د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن کابل ته له رسېدو سره سم د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.

د جرمني رسنۍ وايي چې فرانک شتاین مایر افغانستان ته د دې لپاره تللی چې د دغه هیواد د نوي حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړي پړاو پنځه میاشتې وځي خو لا هم نوی ولسمشر نه دی اعلان شوی.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د ټولو رایو تفتیش د پنجشنبې په ورځ د شپې په اته بجې پای ته ورسېد. د دوهم ځلي انتخاباتو درې میاشتې پوره کېږي.

فرانک شتاین مایر لومړی مزارشریف ته لاړ او هلته یې له جرمني پوځیانو سره ولیدل. وروسته کابل ته روان شو.

دی به په کابل کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او همداراز دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره هم وویني.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې شتاین مایر په پام کې لري چې د افغانستان لپاره د ملګروملتو له خاص اتسازي یان کوبیش او د جرمني له څارونکو سره هم خبرې وکړي. یان کوبیش په افغانستان کې د انتخاباتو د تفتیش د بهیر د څارنې مسوولیت په غاړه درلود.

شتاین مایر له دواړو افغان کاندیدانو غوښتي چې د ملي یووالي حکومت جوړ کړي. ده وویل:«افغان سیاستوال باید له دې تاریخي فرصته په استفادې د واک لېږد لاره اوره کړي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر شتاین مایر او د افغانستان د باندنیو چارو وزیر ضراراحمد عثماني به په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته څرګندونې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *