تاند- د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرنک والټر شتاین مایر نن په یوه نااعلان شوي سفر مزارشریف ته ورسېد.

دا د تېر کال د سپټمبر له میاشتې څخه چې سوسیال دیموکرات ګوند په پارلمان کې د انګیلا میرکل له ګوند سره ايتلافي حکومت جوړ کړی، افغانستان ته د جرمني د باندنیو چارو وزیر لومړنی سفر دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې ښاغلی مایر به په مزاشریف کې له مېشتو جرمني پوځیانو سره وویني.

جرمني اوس په افغانستان کې شاوخوا درې زره پوځیان لري چې تقریباً ټول په شمالي ولایتونو کې دېره دي.

د جرمني حکومت د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور لس میاشتې نور، یعني د روان ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري، اوږد کړي.

خو دا پرېکړه هغه وخت د اجرا وړ ده چې د دغه هیواد د پارلمان ولسي جرګه یا بوندیستګ یې تصویب کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ونه ویل چې ښاغلی شتاین مایر له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د لیدو لپاره کابل ته هم ځي او که نه ځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *