تاند- د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي له دې وروسته به له یوې نوې تکنالوژۍ کار واخلي څو د هغو کسانو مخه ونیسي چې په چل ول او درغلۍ په جرمني کې د پناه د ترلاسه کولو هڅه کوي.
توماس دي مایزېرې دا څرګندونو وروسته له دې وکړې چې له جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکو یوه ډله کابل ته ورسېده.
دا ډله د سږ کال له جنورۍ راوروسته تر ټولو لویه جوپه ګڼل کېږي چې افغانستان ته په زوره استول شوې ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، له هیواد څخه به یې د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر دوام وکړي.
کابل ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو خلاف په جرمني کې د ګڼو پېلوټانو له انکار سره سره نن له فرانکفورت څخه په یوه الوتکه کې یو شمېر رد شوي افغان پناه غوښتونکي کابل ته راورسول شول.
د جرمني د کورنیو چارووزیر توماس دیمایزېرې په برلین کې د پناه غوښتونکو د یوه دفتر د کتلو په مهال خبریالانو ته وویل:
«د پخوا په شان د پناه غوښتونکو د ایستلو د راتلونکو پروګرامونو په اړه څه نه وایو. په مجموع کې، هماغسې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر او ما پرې بحث کړی دی، زموږ پروګرام نه دی بدل شوی. کوم کسان چې خطرناک او جنایتکار وګڼل شي او یا کوم کسان چې همکاري نه کوي، افغانستان ته ګرځول کېږي. زما په باور دا سم کار دی او موږ دوام ورکوو.»
د ۲۰۱۶ له دسمبر څخه د جرمني حکومت په ۷ جوپو کې ۱۲۸ افغانان په زوره له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته رسولي دي.