د جرمني د کورنیو چارو وزیر

تاند- د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي چې له افغان چارواکو سره یې په دې موافقه کړې چې له جرمني څخه افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هیواد ته واستوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ کابل ته په نااعلان شوي سفر راغی. ده وویل چې له افغان چارواکو سره د موافقې پر اساس به هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ولېږل شي چې د پناه غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي.

ده دا هم وویل چې که اړتیا وه رد شوي پناه غوښتونکي به په زور وباسي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت تر دې څو ورځې وړاندې په ټینګار وویل چې افغانستان حاضر نه دی چې له اروپا څخه اخراجېدونکي کډوال ومني ځکه چې د اروپايي هیوادونو، ملګروملتو او افغانستان ترمنځ په دې باب درې اړخیزه موافقه نه شته.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کابینې له څو وزیرانو سره ولیدل.

ده وویل چې په دې کتنو کې یې د افغان پولیسو د روزنې، په خپل هیواد کې د افغان ځوانانو د پاتې کېدو او د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

ده وویل، اکثره افغانان، چې جرمني ته ځي، امنیتي ستونزه نه لري بلکې د ښه ژوند په لټه کې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل چې په افغانستان کې حالات ستونزمن دي او دا د دوی لپاره د درک وړ ده چې په جرمني او نورو هیوادونو کې د ښه ژوند لپاره د پناه غوښتلو لټه کوي خو جرمني پناه نه ورکوي.

د افغانستان حکومت وايي، یوازې هغو افغانانو ته هرکلی وايي چې په خپله خوښه خپل هیواد ته بېرته راستنېږي.

تېر کال (۲۰۱۵) د لکونو پناه غوښتونکو په منځ کې یو نیم لک افغانانو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *