تاند- د جرمني د یوې لېسې زده کوونکي د خپلو درو افغان ټولګیوالو د نه ایستل کېدو لپاره کمپاین کوي.

د دې لېسې زده کوونکي وايي چې دا ۳ تنه افغان زده کوونکي د دوی د ښوونځي مهمه برخه ګڼل کېږي او که افغانستان ته ولېږل شي، ممکن د طالبانو له لوري ووژل شي.

دوی هلې ځلې کوي چې دا ۳ تازه ټولګیوال ورڅخه جلا نه شي.

د جرمني د کوبوس (Cottbus) ختیځ ښار د والدروف ښوونځي زده کوونکي هڅه کوي په خپل منځ کې پیسې ټولې کړي او د خپلو درو افغان ټولګیوالو د ملاتړ لپاره مدافع وکیلان ونیسي.

د ښوونځیو له لوري په یوه انلاین غوښتنه کې، چې د شاوخوا ۵۰ زره تنو لاسلیکونه یې ټول کړي دي، د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي مایزرې او د براندینبورګ (Brandenburg) ایالت پارلمان ته په خطاب کې ویلي«موږ په ګډه د خپلو ټولګیوالو لپاره، چې زموږ د ښوونځي لویه برخه ګرځېدلي دي، کمپاین کوو او موږ نه پرېږدو چې هغوی په اسانه له موږ جلا کړای شي او واستول شي.»

دوی دغه راز ویلي چې «ښوونځي له افغاناننو سره مرسته کړې چې د جرمني په ټولنه کې جذب شي، ملګري ومومي او ځان ته یو نوی عزتمن ژوند پیل کړي.»

د سیمې د یوې ورځپاڼې د راپور له مخې د دغو افغانانو نومونه ولي، نېک محمد او نورالدین دي او ټول نولس کلن دي.

دوی له یو کال راهیسي په والدروف ښوونځي کې له ۴ نورو افغانانو سره، چې کلونه مخکې جرمني ته تللي دي، درس وايي.

په یو شمېر اروپايي هیوادونو لکه هالنډ کې د زده کوونکو د زده کړو د سویې په اړه شوې سروې ګانې ښيي چې افغانان په درسونو کې تر نورو ټولو مهاجرو تکړه دي او د چاپېریال له دود – دستور سره هم ژر بلدېږي.

جرمني په وروستیو کې په ۳ چارتر الوتکو کې په لسګونو افغانان بېرته افغانستان ته ولېږل او ویلي یې دي چې شاوخوا ۱۲ زره افغانان، چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه درې ګونو محکمو رد کړي دي، افغانستان ته لېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *