تاند- د جرمني د شمال په یوه کلي کې خلک شکایت کوي چې ډینګانو د لکونو یورو تاوان وراړولی دی او نور یې دې مارغه ته د زغم کاسه په نسکورېدو ده.

د جرمني د شمال د برګولز په کلي کې خلک وايي چې ډینګان په خپلو قوي مښوکو د دوی موټرونه داغ داغ کړي دي.

د آر ټي ایل تلویزیون د راپور له مخې د برګولز کلیوال وايي، سره له دې چې تل خپلو موټرونو ته پام کوي خو ډینګان له موقع په استفادې د دوی پر موټرونو حمله کوي.

ډینګان چې کله پر پاکو موټرونو د خپل عکس سیوری وویني فکر کوي چې بل ډینګ دی نو سمدستي په مښکو پرې حمله وکړي چې په نتیجه کې یې په موټر کې داغ جوړ شي.

د جرمني خلک د نورو اروپایانو په شان د مارغانو په وړاندې خورا مهربانه دي. ګومان نه کېږي چې د برګولز د کلي اوسېدونکي به له تاوان سره سره د دغه مارغه پرضد داسي ګام پورته کړي چې هغه ته جدي تاوان واوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *