تاند- د جرمني صدراعظمه د یوه افغان ماشوم لپاره د وینا له سټېجه کښته شوه او هغه یې کښل کړ.

د جرمني له صدراعظمې څخه، چې د خپل دیموکرات مسیحي ګوند په غونډه کې یې پوښتنو ته ځواب وایه، یوه افغان ماشوم، چې ادریس نومېږي، مننه وکړه او ورته ویې ویل چې پرې ګرانه ده.

ادریس، چې د دوشنبې په ورځ /نوومبر۲۸/ په برلین کې د دیموکرات مسیحي ګوند په کانګریس کې له خپل پلار سره ګډون کړی و، مېرمن میرکل ته وویل«له تاسو مننه مېرمن میرکل، غواړم لاس درکړم.»

مېرمن میرکل، ماشوم ته وویل«جرمني ژبه دې ښه زده کړې، نور کوشش هم وکړه.»

 مېرمن میرکل له دې خبرې سره سم له سټېجه کښته شوه او ماشوم ته ورغله، د ماشوم له سترګو اوښکې وبهېدې او صدراعظمې ونازاوه.

په وروستیو کې په اروپايي هیوادونو، په تېره بیا جرمني کې د پناه غوښتونکو د منلو په وړاندې مخالفتونه زیات شوي دي.

د جرمني صدراعظمې روانه اوونۍ وویل چې نور نه شي کولی چې هر افغان ځوان ته په خپله خاوره کې پناه ورکړي.

پر مېرمن میرکل په دې خاطر چې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره یې کلکه پالیسي نه ده غوره کړې، زیاتې نیوکې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *