تاند- د جرمني صدراعظمه وايي، باید یو لک پناه غوښتونکي، چې ګڼ شمېر یې افغانان دي، له دغه هیواده ووځي.
د دویچې ویلې د راپور له مخې، انګیلامیرکل وویل، سږکال شاوخوا یو لک پناه غوښتونکي، چې د پناه غوښتنلیکونه یې منل شوي نه دي، باید له جرمني ووځي خو دې په عین حال کې خپل هیواد ته د رد شویو افغان پناه غوښتونکو بېرته لېږل ګرانه کار وباله.
د جرمني صدراعظمې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه وویل، افغانستان خاصه ستونزه لري او هغه دا ده چې حاضردمه له جرمني څخه د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د ستنېدو ترڅنګ د ورځې څو زره افغان مهاجر له پاکستانه دغه هیواد ته ستنېږي.
د سږ کال د اکتوبر تر پایه پوري ۲۰۶ زره ۲۰۰ پناه غوښتونکو ته له جرمني څخه د وتلو لیکونه سپارل شوي.