تاند- د جرمني حکومت نن /دوشنبه/ وویل، هیڅوک باید د یوه افغان پناه غوښتونکي له لوري د یوې محصلې خلاف له جنایت څخه سیاسي سو استفاده ونه کړي.

وروسته له دې چې یو افغان پناه غوښتونکی پر یوې جرمنۍ محصلې په جنسي تېري او قتل تورن شو د جرمني خلک او سیاسي ګوندونه د مهاجرو پر ضد وپارېدل او د مهاجرو په وړاندې یې د صدراعظمې مېرمن میرکل پر نرم سیاست انتقادونه پیل کړل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا قضیه د پناه غوښتونکو ضد ګوندونو لکه (د جرمني لپاره متبادل) د ملاتړ له زیاتېدو سره مرسته کولی شي.

وروسته له دې چې تېر کال جرمني یو ملیون پناه غوښتونکي ومنل په جرمني کې د دغه ګوند پلویان زیات شول.

جرمني ته تېر کال شاوخوا یو ملیون تنو پناه یووړه چې اکثریت یې د مسلمانانو دی.

ماریا لدېنبرګر د پېښې قرباني نجلۍ
ماریا لدېنبرګر د پېښې قرباني نجلۍ

د تېرې جمعې په ورځ د جرمني پولیسو یو ۱۷ کلن افغان زده کوونکی، چې تېر کال یې دغه هیواد ته پناه وړې وه، د طب د یوې ۱۹ کلنې محصلې د وژلو په تور ونیوه.

پولیس وايي، د دغه افغان ډي این اې له هغو نښو سره ورته والی لري چې د اکتوبر په پنځلسمه فریبورګ ښار ته نژدې د محصلې د قتل په ځای کې موندل شوي دي.

پولیس وايي، عدلي معاینو ثابته کړې چې پر دې محصلې لومړی جنسي تېری شوی او له وژلو وروسته سین ته غورځول شوې ده.

تر دې مخکې په تېرو دوو کلونو کې د افغان او نورو مسلمانو پناه غوښتونکو له لوري په جرمني کې ګڼې نورې ورته پېښې شوي چې د پناه غوښتونکو په وړاندې د جرمنیانو د حساسیتونو د پارېدو سبب شوي دي.

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل نن په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي«موږ باید اجازه ورنه کړو چې له دې ډول ناوړه جنایتونو څخه سو استفاده وشي او د توطیې لپاره د تبلیغاتو کار ورڅخه واخیستل شي.»

له بلې خوا د جرمني د حکومت ویندوی سټیفن سیبرت وویل«که ثایته شوه چې افغان مهاجر دا جنایت کړی دی، باید ډېره سخته سزا ورکړای شي. خو باید هېره نه کړو چې موږ د یوه افغان مهاجر له لوري د احتمالي جرم خبره کوو، نه د یوې ډلې یا ټولو افغان مهاجرو لوري.»

یو شمېر جرمنیانو پر خپل حکومت په دې خاطر توندې نیوکې کړي چې هغه جرمونه پټوي یا یې نه افشا کوي چې مهاجر پکې لاس لري. دوی د مثال په ډول د نوي میلادي کال په شپه د افریقايي مهاجرو له لوري پر ښځو د جنسي تېریو یادونه کړې او ویلي یې دی چې رسنیو او حکومت دا موضوع دوې ورځې پټه ساتلې وه.

(د پېښې په اړه نور جزییات ولولئ)

3 thoughts on “د جرمني صدراعظمه وايي، د یوه شکمن افغان له قضیې باید د مهاجرو خلاف تبلیغاتي استفاده ونه شي”
  1. جرم شخصی عمل دی او جزا یې باید یوازې همغه شخص وویني .دهغه په تور نباید ټول افغانان تورن او ملامت وګڼل شي .

  2. زه د یوه افغان او یو مسلمان په حیث دغه عمل شدیدا غندم او عامل ته یې دسختې سزا غوښتونکی یم .

  3. ددانفر عمل دغندلو وړ او دسختي جزاء لايق دئ .
    ويل کيږي چه دا نفر آفغان نه بلکي يو ايرانئ دئ چه دآفغان په نوم ئې دجرمني دولت ته خپل دپناهندکۍ غوښتن ليکونه سپاري او بياپه داسو جنايتو لاس پوري کوي.
    دا خلګ تصادفي نه دي دادآيران داستخباراتو دستوري کار او يو نوع جنګ دآفغان ملت پر ضد او دآفغانانو دبدنامولو لپاره او دآفغان نوم په بين المللي سطحه دمځکي وهل دي .
    په آکثريتو سفارتو کي دآفغانستان وطن فروشه ايران پلوه دآفغانستان پاسپورټونه خرڅوي او ايانيان،تاجکان،او نور ئې په پيسو رانيسي او دآفغان په نوم په خارجي هيوادو کي ژوند او دهغو آستخباراتو په دستور دآفغان په نوم جنايتونه کوي .هر آفغان چه داسي پليد آشخاص پيژني دپوليسو ومرجع ته دي معرفي او دپوليس څخه دي رسيد دراپور تر لاسه کړي چه بيا دجرم په وخت کي آفغان ونه ويل سي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *