تاند- د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل د جمعې په ورځ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې هیواد به یې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هیواد ملاتړ ته دوام ورکړي.
مېرمن میرکل په برلین کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره له کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، جرمني به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او افغانستان ته د پرمختیايي مرستو له لارې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
مېرکل زیاته کړه:«جرمني مسوولیت لري، په تېره بیا د افغانستان په شمال کې د امنیت مسوولیت په غاړه لري.»
دې د افغانستان او جرمني دوه اړخیزې اړیکې لا مهمې وبللې.
د جرمني پارلمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ۸۵۰ جرمني روزونکو ماموریت تصویب کړ.
د جرمني صدراعظمې همداراز موافقه وکړه چې هیواد به یې افغانستان ته د کال ۴۳۰ ملیون یورو (۵۲۹ ملیون ډالر) مرسته کوي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جرمني له صدراعظمې سره په خبري غونډه کې وویل چې افغانستان د چین په شمول له خپلو ګاونډیانو سره د سولې او امنیت په اړه پر سیمه ییزو موافقو خبرې کوي.
ده په عین حال کې وویل چې دا خبرې لا په ابتدايي پړاو کې دی او دوی د پلان پر تفصیل ږغېږي.