تاند- د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل غواړي چې د دغه هیواد پوځیان له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستاان کې پاتې شي ځکه چې اندېښنه لري چې افغان امنیتي ځواکونه به لا دې ته تیار نه وي چې د خپل هیواد بشپړ امنیت وساتي.

شپېګل اوونیزې نن راپور ورکړ چې مېرمن میرکل د جرمني پارلماني کمېټې ته وویل، شک لري چې افغان ملي اردو او ملي پولیس دې تر هغه وخته، چې له افغانستانه د وروستي جرمني پوځي د وتلو لپاره ټاکل شوی، د ټول پېټي منلو ته تیار وي.

ټاکل شوې ده چې د روان ۲۰۱۴ کال د دسمبر تر پایه د جرمني د ځواکونو په شمول د ناټو ټول محارب پوځیان له افغانستانه ووځي.

میرکل وویل چې په ۲۰۱۱ میلادي کال له عراقه د ټولو پوځیانو ایستلو ثابته کړه چې تېروتنه شوې وه. له عراقه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د اسلامي دولت وسله واله ډله پیدا شوه او د دغه هیواد اکثره سني مېشتې سیمې یې لاندې کړې.

د جرمني پوځ په پام کې لري چې په افغانستان کې خپله وروستۍ اډه، چې په مزارشریف کې ده، د ۲۰۱۵ کال په پای کې پرېږدي.

له بلې خوا د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ /اکتوبر۱۲مه/ وویل چې جرمني له ۲۰۰۱ څخه چې افغانستان ته یې ځواکونه لېږلي په دغه پوځي ماموریت کې ډېرې لویې تېروتنې کړي دي.

فرانک والتر شتاین مایر په عین حال کې له افغانستانه په بیړه د ځواکونو ایستل خطرناک وبلل.

ده د جرمني د تېروتنو په اړه وویل:«ډېرې نښې شته چې زموږ لویه تېروتنه دا وه چې لویې اوقع ګانې مو وکړې.»

شتاین مایر دا خبره په یوه تبصره کې لیکلې چې فرانکفورتر الګمانیه سونتګ څایتونګ (Frankfurter Allgemeine Sonntagszeitung) اوونیزې چاپ کړې ده.

ده همداراز لیکلي چې افغانستان له یو لړ پرمختګونو سره سره د مخدرو موادو د کاروباریانو او اداري فساد غېږ ته لوېدلی چې ورڅخه خلاصون اسانه کار نه دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان په څو ولایتونو کې واک د جګړه مارو په لاس کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *