ګویته انسټیټیوټ یا د جرمني فرهنګي مرکز، د افغانستان د ادبیاتو اتم جشن د روان( ۱۳۹۲) کال د لندۍ میاشتې په ۶ او ۷ نېټه، د جلال آباد ښار په سپین غر هوټل کې کې ولمانځه.
ګویته انسټيټیوټ له تېرو اوو کلونو راهیسې د افغانستان د اوسنیو ادبیاتو جشنونه جوړوي، چې د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر لیکوال، شاعران، ادیبان او فرهیګیان ورته رابولي.دغه جشن د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې په کال کې یو ځل لمانځل کېږي او هر کال د ادبیاتو یوه نوې موضوع څېړي.تېر کال یې موضوع ښځه او ادبیات وه، خو سږ کال یې موضوع پر(سولې او ادبیاتو)راڅرخېده.
د افغانستان د معاصرو ادبیاتو سږنۍ(اتم) جشن پر پنځو مهمو برخو(پرانستونکې غونډه،پنلونه،دجشن ارزونه او بحث او آزاده مشاعره) ولاړ و.په دې جشن کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه بېلا بېلو شاعرانو،ليکوالو،ادیبانو،فرهنګیانو،ادبي اود کلتوري ټولنو استازو او دولتي چارواکو ګډون درلود.د دغه جشن دګویته انسټيټیوټ او قلم ټولنې په ګډې همکاری جوړ شوی و.
غونډه عبدالرحمان شرر د سپېڅلي کلام په مبارکو ایاتونو پيل کړه،له ملي سرود وروسته د غوندې جوړونکي ابراهیم هوتک ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له هغو ټولو بنسټونو یې مننه وکړه، چې د غونډې په جوړولو کې یې ورسره مرسته کړې وه. نوموړي دا هیله لرله، چې دغه جشن د ادبیاتو او د سولې په ګټه تمامه شي .ورپسې د ننګرهار والي عطا الله لودین د ولسمشر پيغام ولوست. ولسمشر په خپل پيغام کې ادبیات د سولې لپاره اغېزمنه وسیله ښودلې وه،له پیغام وروسته والي په خپلو خبرو کې سوله د بشري ټولنو اړتیا وبلله او شاعران یې د ټولنې استازي وګاڼه،نوموړي زیاته کړه، چې شاعران دې خپل شعرونه د سولې په ارزښت وغږوي.ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ مشاور جلال نوراني د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرمخدوم رحین پیغام ګډونوالو ته واوروه.په ده پسې ببرک میاخیل د ننګرهار پوهنتون د ریس پیغام ولوست.همدا ډول د ختیز ادبي بهیر،خوځښت ادبي بهیر،ختیز اکیډمۍ او د شرق راډیو پیغامونه د وخت د کمښت له مخې و نه لوستل شول.
د پرانست غونډې په دویمه برخه کې پرتاو نادري خپله مقاله (داد خواهي در شاهنامه فردوسي) پر ګډونوالو ولوروله،نوموړي پخپله مقاله کې عدل د پشري ټولنو ضرورت وباله،او د پخوانو شاعرانو په شعرونو کې یې را وسپړه او د فردوسي شاهنامه یې د عدل هنداره وبلله.
په پرتاو پسې نجیب منلي خپله مقاله (ادب سوله او ادبیات) په دغې لنډۍ پیل کړه:
د ښو ټوپکو اوستا کاره /د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه له لنډۍ وروسته نوموړي د سولې د پيژند په اړه وویل، چې سوله د دوو جنګونو تر منځ هغه وقفه ده، چې پر یو جنګ پټۍ لګوي او بل جنګ ته تیارۍ نیسي.همدا ډول یې پخپله مقاله کې د جنګ او سولې په اړه د هېرودت،ابن خلدون،او فرانسوي ادبپوهانو نطرونه راوړي وو. ده شاعر د میني انځورګر وباله او زیاته یې کړه، چې شاعر دې په شعر کې خلکو ته مینه ور کړي.په منلي پسې وروسته ستانه میر ظهیر د منان ملګري پر ژوند او فن وغږېده. خو بل پلو عزت الله ځواب د مزدور په نامه ادبي ټوټه د ګډونوالو مخ ته کېښوده.ورپسې دل افروز ځېرک د غونډې ګډونوال د بېلا بېلو شاعرانو،لیکوالو او ادیبانو انځور شوېو څېرو ته ور ودرول.
د غونډې لومړۍ ناسته (پنل) د ماپښین پر دوه بجې پیل او تر پنځو بجو پورې یې دوام وکړ.په دې ناسته کې ایمل مړوند د ناستې عړي(عبدالغفور لېوال،صفیه صدیقي،حادي مهران او کاظم امیني) ګډونوالو ته ور وپيژندل او ورپسې جعفر الماس غونډه په خواږه ترنم شاعرانه کړه.له ترنم وروسته داود وفا خپله مقاله (پښتو لرغوني ادبیات او سوله ییز ارزښتونه) له ګډونوالو سره شریکه کړه.نوموړي پخپله مقاله کې د لرغوني او کلاسیکي دورې په شعرونو کې سوله،سوله ییز ژوند او ټولنیز ارزښتونه په ګوته کړل،ده وویل، چې د کلاسیکې دورې یواځې شعرونه نه،بلکې نثرونه یې هم د سوله ییز ژوند نه برخمن دي،هغه زیاته کړه چې د اوسنۍ دورې شعرونه او هنري نثرونه دې وسپړل شي او سوله ییز ارزښتونه دې په نښه شي.
خو بلې خوا اصف ګلزاد خپله مقاله(سیمای صلح در ادبیات) ولوسته،نوموړي دفردوسي په شاهنامه او ده ته ورته شاعرانو په شعرو کې یې د سولې په ارزښتونو خبرې وکړې.ده زیاته کړه، چې د یادو شویو شاعرانو په شعرونو کې به د جنګ او توري خبرې وي، خو که له ژورې زاویې ورته ځېر شو؛ نو د دوی شعرونه د سولې استازیتوب کوي.ورپسې بریالي باجوړي خپله مقاله ولوسته.بل پلو عبدالغفور لېوال خپله مقاله(ادبیات او اروایي سوله)د کډونوالو تر غوږونو ورسوله.ده پخپله مقاله کې وویل، چې د جګړې پر ضد پاڅون یو رواني پاڅون دي،تر هغه په هیواد کې سوله نه راځي، چې د جګړې پر ضد یو رواني پاڅون او مثبت عکس العمل و نه ښودل شي .ده زیاته کړه ،چې سوله په شعار نه را ځي، بلکې سولې ته په زړه او ذهن کې ځای پکار دی، خو بل پلو نوموړي اوسني ادبیات د عاطفې له مخې کمزوري وباله،همدارنګه د سولې لپاره یې څلور توکي(عقیده،قانون،اخلاق او عاطفه) اړین وګاڼه.
د لومړۍ ناستې په پای کې د غوندې کډونوالو د ناستې له غړو بېلا بېلو پوښتنې او بحثونه وکړل، خو ځينو کډونوالو په دې نېوکې وکړې، چې پر اصل موضوع بحث نه کېږي او مشران له اصل موضوع نه تېښته کوي.خو د ناستې غړو د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او هم یې دغونډې ارزونه وکړه.
د لومړۍ ناستې په پای کې د حفیط الله تراب د محاکمې په نوم ډرامه کډونوالو ننداره کړه،له دې سره نوموړې ډرامې شاعران د مشاعرې غېږې ته سپارل،چې لسګونو شاعرانو پکې خپل شعرونه وشرنګول.
د جشن د دویمې ورځې لومړۍ برخه په نهو بجو پر یو بل پنل پیل شوه، د پنل موضوع (حماسي ادبیاتو) ته ځانګړی وه.د ناستې په پیل کې استاد نجیب منلي د ناستې غړي(پرتاو نادري،پروین ملال،نورزیه یوسفزی او عبدالقدوس پارس) خپلو څوکیو ته ور وبلل.ورپسې عالمګل سحر خپله مقاله(د افغانستان پر ادبیاتو د جګړې اغېزې) ولوسته،نوموړي په خپله مقاله کې د جګړې یو مثبت اغېز دا وباله چې ادبیات له انحصار را ووتل او بل دا چې شاعري یې په عاطفي لحاظ د درد زېږنده کړه او بل پلو د کورنیو جګړو منفي اغېز دا راښیي،چې ګڼ شمېر چاپ او ناچاپ اثار په اوبو لاهو شول، چې اوسنیو ادبیاتو ته یې زیات زیان واړوه.
تر سحر وروسته زړه سواند شینواري سوله او ژوند د انسان اړتیا وبلل او ورپسې یې د غونډې فضا په خپل غزل ونازوله.له شینواري وروسته محمد حسین فرمند خپله مقاله(صلح در شعر فارسي) د بېلا بېلو شاعرانو په شعرونو ښکلې کړه،نوموړي په خپله مقاله کې وویل،چې سوله ټولو ناخوالو ته د پای ټکی ږدي او په پای کې یې ټول شاعران او لیکوال سولې او مینې ته راوبلل.
ورپسې عبدالمالک عطش د غوندې ګډونوالو ته شعر واوروه ،خو بل پلو نبي صلاحي خپله مقاله (په شعر کې د سولې پیغام) ولوسته،حلاصي په پخپله مقاله کې د شاعر مسوولیت دا وګانه، چې ملتونه سره را ټول کړي او زیاته یې کړه، چې د شاعر په کلام دومره زور شته، چې خلک په یو ټغر سره کینوي او د هغوی تر منځ د میني اړیکي جوړې کړي.تر صلاحي وروسته انور وفا سمندر مينه ګره شپېلۍ وغږوله، نوموړي غږ د تخیلق پیل اوادبیات دژوند سوله ګاڼه. نومړی زیاتوي، چې ذهن روزلي ادبیات جګړه په سوله ییزه بڼه منځته راولي،دی وایي، که مینه نه وي، نو سوله نشته او چې سوله نه وي، نو له ادبیاتو تمه هم مه کوئ.په سمندرپسې وروسته نصرت ارمان د سوالګرې په نوم لنډه کیسه واوروله او ورپسې بختیار ساحل په خپل غزل دغه پنل پای ته ورساوه.
ورپسې د غونډې دویمه برخه پیل شوه، چې د غونډې ګډونوالو د ناستې له غړو بېلا بېلې پوښتنې وکړې او د غړو لخوا ورته ځوابونه وویل شول. دې برخې سره جوخته د غونډې دریمه برخه ارزونه وه، چې غونډه د ناستې غړو و ارزوله . له دې وروسته حاجي حسام پرېګړه لیک ولوست، چې بېلا بېل وړاندېزونه او غوښتنې په کې شاملې وې او په پای کې استاد حبیب الله رفیع د غونډې د پای وینا ګډونوالو ته واوروله،نومړي ټولې مقالې ارزښتناکې او د ځوانانو لپاره ګټورې وبللې او د چاپېدو هیله یې وښوده.همدا ډول نوموړي استاد خپلې خبرې دنصرالله حافظ پر ژوند فن پای ته ورسولې.د غونډې په څلورمه برخه کې د غونډې ګډونوال، د جلال اباد ښار علمي سېر وکړ. خو بل پلو د غونډې ورستۍ برخه مشاعره وه، چې د شاعرانو څېرې د شونټیو،ډېوو او د شمعو په تتې رڼا ته نه ښکارېدې، خو له خولو یې د واه واه واه غږونه راتلل.له مشاعرې وروسته د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا هغه کسان(ابراهیم،حاجي حسام، عابد،ضیاء الدین،عبدالقدوس،خلیل خاطر،تراب،مړوند عطش او د داود وفا)په ستاینلیکونو وستایل شول، چې د غوندې په جوړولو کې یې هلې ځلې کړې وې او په پای کې ماه جبین قزلباش په خوږو سندرو سږنۍ جشن راتلونکي کال ته وسپاره.
مصطفی باور