تاند- د جرمني د پارلمان غړیو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته د ۸۵۰ جرمني پوځیانو لېږل تصویب کړل. د دوی دا ماموریت به راتلونکې اوونۍ پیل شي.
د جرمني د پارلمان ولسي جرګې د پنجشنبې په ورځ د ۱۰۲ مخالفو رایو په وړاندې په ۴۷۳ موافقو رایو دا ماموریت په داسي حال کې تصویب کړ چې د جرګې ۱۸ غړي حاضر نه ول.
د جرمني پوځیان هر بهرنی ماموریت د پارلمان موافقې ته اړتیا لري.
جرمني له امریکا او بریتانیا وروسته په افغانستان کې تر ټولو زیات پوځیان لرل. د دغه هیواد ځواکونه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې مېشت ول چې امنیتي وضعیت یې په نسبي ډول ښه دی.
جرمني تر یو کال پخوا پوري په افغانستان کې شاوخوا ۵ زره سرتېري لرل خو اوس په افغانستان کې د جرمني پوځیانو شمېر ۱۱۸۳ دی چې دا هم په راتلونکو دوو اوونیو کې خپل هیواد ته ځي.