تاند- د جرمني پخوانی ولسمشر کریستین ووف پرون د هغه تور په خاطر محکمې ته حاضر کړای شو چې په سبب یې ده په ۲۰۱۲ کال له خپلې چوکۍ استعفا وکړه.
پر ښاغلي ووف تور دی چې په ۲۰۱۲ کال، چې ولسمشر و، په هوټل کې وړیا خونه منلې وه او دغه راز یې د ۲۰۰۸ میلادي کال په اکتوبر کې په مونښن ښار کې د فیستوال په ترڅ کې وړیا مېلمستیا منلې وه.
ویل شوي چې مېلمستیا په زر ډالره تمامه شوې وه.
دی د دې لپاره محاکمه کېږي چې د ولسمشر په توګه یې ولي بې کرایې کوټه او وړیا ډوډۍ خوړلې ده. په جرمني او نورو لوېدیځو هیوادونو کې دا له خپل مقامه سو استفاده ګڼل کېږي. دا په داسي حال کې ده چې ښاغلی ووف د دغو تورونو په خاطر د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې له دندې استعفا کړې او رسماً یې له خلکو بخښنه هم غوښتې ده.
د ۵۴ کلن ووف محاکمه به تر پسرلي پوري دوام وکړي او تر ۴۰ زیات کسان به په محکمه کې د شاهدانو په توګه حاضر وي.
ښاغلي ووف د څارنوالانو دا غوښتنه رد کړې چې که ۲۷ زره ډالر جریمه پرې کړي نو قضیه به یې ورحل کړي.