تاند- د یوې نړیوالې موسسې له لوري د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د پاسپورټونو د اعتبار په اړه تازه سروې ښيي چې د نړۍ تر ټولو معتبر پاسپورټ د جرمني دی خو تر ټولو د لږ اعتبار درلودونکی پاسپورت د افغانستان دی.

د ډیلي ټلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، هینلي انډ پارټنرز (Henley & Partners) موسسې ویلي چې د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو پاسپورټونه یې پر دې اساس درجه بندي کړي چې څومره هیوادونه ورته وېزه ورکوي او یا یې بې وېزې مني.

د دې درجه بندۍ له مخې د جرمني پاسپورټ لومړی مقام ترلاسه کړی، ځکه چې د جرمني په پاسپورټ د نړۍ له ۲۱۸ هیوادونو څخه ۱۷۷ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي.

ورپسې د سویډن پاسپورت دی. سویډنیان په خپل پاسپورټ بې وېزې ۱۷۶ هیوادونو ته تللی شي.

د بریتاینا، فرانسې ایټالیا، هسپانیا او فنلنډ پاسپورټونه په دې درجه بندۍ کې درېم ځای لري ځکه چې په دغو پاسپورټونو ۱۷۵ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي.

امریکا، هالنډ، ډنمارک او بلجیم په دې درجه بندۍ کې څلورم ځای لري. د دغو هیوادونو اتباع ۱۷۴ هیوادونو ته بې وېزې تللی شي.

د استرالیا، جاپان، او سینګاپور اتباع، چې په خپل پاسپورټ ۱۷۳ هیوادونو ته د وېزې له اخیستلو پرته تللی شي، پنځم مقام لري.

د کاناډا، ایرلنډ، جنوبي کوریا، لوګزامبورګ، ناروې، پرتګال او سویس له پاسپورټه ۱۷۲ هیوادونه وېزه نه غواړي. ورپسې شپږم ځای د یونان او نیوزیلنډ دی چې ۱۷۱ هیوادونو ته یې وېزه معاف ده. د استرالیا او مالټا په پاسپورټ ۱۶۹ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي.

خو افغانان یوازې د نړۍ ۲۵ هیوادونو ته بې وېزې سفر کولی شي او له همدې کبله د افغانستان پاسپورټ جدول په پای کې راغلی دی.

د پاکستان وضعیت هم تر افغانستان ډېر ښه نه دی. پاکستانیان یوازې ۲۹ هیوادونو ته په خپل پاسپورټ وېزې ته اړتیا نه لري.

پر عراقي پاسپورټ ۳۰ هیوادونو ته، په سومالیايي ۳۱ هیوادونو، په سوري ۳۲ هیوادونو ته او په لیبیايي پاسپورټ ۳۶ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي.

11 thoughts on “د جرمني په پاسپورټ ۱۷۷ هیوادونو ته او په افغان پاسپورټ ۲۵ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي”
  1. افغانی پاسپورت باندی بغیر د ویزی کوم هیواد ته تللی شی لژ وضاحت یی وکری مننه

  2. شه معلومات دی خو افغانان وکمو هیوادونو ته بی ویزی سفر کولای سی که یی نمونه هم ذکر سی شخصا خو داسی هیواد نسته چی افغانانو ته دی بی له ویزی اجازه ورکری

    1. که ددغه هيوادونو نومونه زکر شي کومو ته چي افغانان بي ويزي سفر کولي شي نو ډير ګټور معلومات به وي.

  3. كور مو ودان ستاسو له معلوماتو نه افغانان 25 ملكونوته بي ويزي تلايشي د هغوي له جملي نه
    1 امريكا
    2جاپان
    3 جرمني
    4 فرانسه
    5 استراليا
    6 چين
    7 موسكو
    8 ازبكستان
    9 تاجكستان
    10 تركمنستان
    11 قزاقستان
    12 اوكراين
    13 چيك جمهوريت
    14 تركيه
    اويو واڑه ملكونه دي مثلا
    15 برناي (دارالسلام
    او همدارنگه

    كه غواڑي په آسانه پوي شي
    افغانستان 25 ولايتونه سفر كولايشي
    مثلا
    مزار شريف ته كه ورشي دوستم مو وزني
    او بلخ ته كه لاڑشي عطا نور هلته دي ڈيراحتياط به كوي چي د (قروت ) دكلمي په زاي ه
    كوروت
    استعمال نكڑي

    نور تاسو كولايشي 25 ولاياتو ته بي ويزي لاڑشي

  4. افغاناان یوه هیواد ته هم بغیر له ویزی نشی تللای
    د 25 هیوادونو خبره سمه نه ده

  5. اسلام علېکم د هېوادونو ته پرته له ويزی
    سفر کولئ شئ
    Visa on arrival countries for Afghanistan passport
    1. Antigua and Barbuda
    2. Australia (online visa e 600 visa) must apply online 3.Bangladesh
    4. Cape Verda
    5. Comoros
    6. Djibouti
    7. Dominican Republic
    8. Gabon
    9. Guinea Bissa
    10. Haiti
    11. Madagascar
    12. Maldives
    13. Mauritania
    14. Micronesia
    15. Mozambique
    16. Palau
    17. Saint Vincent and the Grenadines
    18. Seychelles
    19. Sri Lanka
    20. Timor – Leste
    21. Togo
    22. Tuvalu
    23. Uganda
    24. Zambia
    25. Zimbabwe

  6. یاره دا په سه گدو ودو دی سر دی دا 25 کوم هیوادونه دی چی بی له ویزی ورتلی شو ما ته خو یو هم ندی معلوم

  7. دافغانستان په سیاسي پاسپورت يوشمير هېوادونوته سفرکیدای شي خو په عادي پاسپورت فکرنکوم

  8. افغانان نږدې هیواد پاکستان ته بې ویزې نشي تللی نو ۲۵ هیوادونه خو پریږده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *