په افغانستان کې د سولې او امن په نوم علمې غونډه د ۲۰۱۵ ع کال دفبرورۍ پر ۱۵ نېته د جرمني په کلن ښار کې جوړه شوه .

غونډه په داسي حال کې چې ګڼ شمېر اروپاه مېشت علمي ، سياسي اوکلتوري شخصيتونو او د بېلابېلو سياسي ،کلتوري ټولنو استازو په کښې برخه لرله د قرآن کريم په څو آيتونو سره پيل شوه .

– د غونډ ي ويناوال په دې ډول وه :

۱- د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د هېواد وتلی سياسی او علمي شخٌيت ښاغلي ډا کتر محمد عثمان ترکی وو چې په هېواد کې يې د روانې غمېزي د ختمېدا په اړه خپل د سولې پلان بېلابېل او مهم اړخونه د غونډي برخوالو ته واورول

۲- د هېواد علمي او سياسي شخصيت ښاغلي ډاکتر ربي ساپی د افغان ولس د روانې غمېزي بېلابېل اړخونه او د افغانانو ترمنځ د يوالې په لاره کې خنډونه وارزول .

۳- افغان سياست وال ښاغلي ډاکتر عبدالرشيد جليلي « د افغانستان غمېزه څنګه راغله او د ختمېدو لاره يې څه ده » تر عنوان لاندي خبري وکړې.

۴- افغان ژورنالست او د سياسي چارو کارپوه ښاغلي اسدالله هلالي « په وروستيو څلورو لسېزو کې دافغان روان ناورين دبهرنيو اوکورنيو لاملونو» په اړه او هم دشوروي او امريکني لښکرو د خونړيوکړنود پايلو په اړه وينا وکړه .

۵- د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهاند ډاکتر خيرمحمد مامون پر لر او بر افغان د روانې تپل شوې جګړې د ختمېدو پر لارو چارو او هم د افغانستان او پاکستان د سياسې لانجې داواري په اړه چې په افغانستان کې دسولې له راتلو سره نېغه رابطه لري خبري وکړې .

۶- د افغانستان د وسله وال پوځ پخواني جنرال ښاغلي کريم سرباز سحاک د روانې غمېزي په بهېر کې د هېواد د پوځي او سياسي حالاتو په اړه هراړخېزه وينا واوروله .

۷- افغان ژورنالست او لېکوال ښاغلي محمد يوسف ساپي په افغان غمېزه کې د نړۍوالو مافيايې کړيو پر رول او موخو هر اړاخېزه وېنا واوروله .او د افغان غمېزې په شمول يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړو د اصلي عواملو په توګه برخه والو ته وروپېژندې .

۸- د پوخي او سياسي چارو کارپوه ډاکتر سيد احمد مامون د وروستي اصلي ويناوال په توګه د افغانانو پر يووالي په ټېنګار سره دسولې او امن په راوستو کې د ملي يووالي رول جوت وګاڼه

ورپسې هم له د افغانستان د ژغورنې د ملې جرګې د مشرتابه شورا د غړي د کابل پوهنتون دسياسي علومو د پخواني استاد ډاکتر رحمت ربې زېرکيار او ښاغلي حاجي محمد نوزادي د رالېږل شوې وينا متن په لنډ ډول ولوستل شوو .

دغونډي په پايېزه برخه کې د حفيظ الله امیڼ د بنسټ پيغام چې په هېواد کې د سولې د راتلو په اړه وو د اغلې وږمې امين له لوري ولوستل سوو.

۲

ورپسې هم پېغله وږمه زورمتۍ په خپل شعر سره او پېغله پښتنه ساپۍ په يوې لڼډې ويناسره د غونډې د برخه والو له تاوده هرکلي سره مخامخ سوې ،

ورپسې هم په خپل وار سره قومي مخور حاجي فضل رحمان شېر، حاجې شېرعلي شېر،پېښوری شېنواري ،محمداجان يار او د غرغښت ادبي ټولني مشرمحمد امين بسمل ،د غونډې د اجڼدا په ملاتړ خبرې وکړې .

غونډه د کنړ د خوانانو د ټولنې دمشر ښاغلي مطېع الله روفي له لوري پر مخ بيول کېده .

– دغونډي   پرېکړه لېک چې د جوړېدا او لوستلو دنده يې اسدالله هلالي ته سپارل شوې وه په لاندې ډول دغونډی برخه والووته ولوستل شوو چې د غونډي د برخه والو له لوري د متن تر بشپړېدو وروسته د رايو په غوڅ اکثريت سره ومنل شوو .

د پرېکړه ليک بشپړ متن :

بسم الله الرحمن الرحيم

– په جګړه ځپلي افغانستان کې د جګړې د بندېدو او د سولې او امن د راوستو په موخه د افغان ټولنې د بېلابېلو جوړښتونو ،قومونو ، سياسي ګوندونو، د يووالي له لاري د هېواد د ملي ګټوو د پياوړي دفاع، د بهرنيو مداخله ګرو هېوادونو پر وړاندي د يوه واحد درېځ نېولو، د خپلواک ،پرمختللي هېواد د جوړېدا ،او ديوه واحدملي مشرتاپه د رامنځته راتلو په خاطرد پراخې ملي جبهې د جوړېدو په موخه

د ۲۰۱۵ م کال دفبرورۍ پر ۱۵ نېټه د اروپا د بېلابېلو هېوادوونو مېشت افغانانو د افغانستان د ګڼ شمېر قامونو،سياسي ګوندونو،کلتوري ټولنو په استازيتوب په کلن ښار کې غونډه وکړه .

غونډې په هر اړخېزه توګه هغه بهرني او کورني ګواښونه وڅېړل چې د ديارلسو «۱۳» کلونو په اوږدو کې یې د افغانستان سوله ،امن،او ځمکنۍ بشپړتيا له جدي خطرې سره مخامخ کړې ده .

– غونډي د افغانانو تر منځ بېلتون اود جګړې د اوږدېدو اصلي لامل د بهرنيو هېوادوونو اوږدمهاله ښکاره اوپټ فعاليتونه وګڼل .

– دغونډي برخه والو ټينګار وکړ چې په هېواد کې د سولې او ملي اسلامي خپلواکۍ تأمين په هېواد کې د ملي مشرتابه سره تړاو لري او ملي مشرتابه د ملي اسلامي قوتونو په يووالي سره رامنځته کېدای شي .

– غونډي د بهرنيو لښکرو د وتلو په درشل کې د کورنۍ جګړې د مخنيوي په موخه د وسله والو مخاليفينو سره جوړجاړی يوه حياتي اړتيا وبلله.

– دې حقيقت ته په پام سره چې روانه جګړه د زور له لاري نه شي ګټل کېدای غونډي د وسله وال مقاومت او بهرنيانو تر منځ نېغ په نېغه خبري د سولې په لور د پام وړ اقدام وباله او تر خبرو اترو مخکې يې پر اور بند ټېنګار وکړ.

– د غونډي برخه وال د کابل د حکومت له لوري له امريکې سره د امنيتي تړون لاسليک د جګړې ددوام لامل اود سولې پر وړاندي اصلي خنډ ګڼي .

– غونډي په کابل واکمنۍ کې دننه د بهرنيانو په ملاتړ د جګړه مارو شتون د سولې او عدالت ضد ستر لامل په توګه وپېژانده او ورسره يې د جېنيوا کنونشن سره سم د حقوقي چلند غوښتنه وکړه.

– غونډي اوسنی حکومت د بهرنۍ لاسوهني زېږنده او دجګړې د دوام اصلي لامل وګاڼه او له کابل حکومته يې په کلکه وغوښته چې له وسله والو مخاليفينو سره د سولې په راوستو کې د ناکامۍ په بڼه کې استعفا وکړي،او ځای ناستې واکمني له وسله وال مقاومت سره د جوړ جاړي پر بنسټ رامنځته کېدای شي .

– غونډي د بهرنيو لښکرو د پټ او ښکاره جېلونو تړل ، د سياسي بنديانو خوشي کول، په جنګي جنايتونو د تورنو کسانو د نومونو اعلانول او د بهرنيو ځواکونو د جنګي جنايتونو څېړل د سولې ،امن، او عدالت په لور د پام وړ پيل وګاڼه چې پکار ده د يوې ملي واکمنۍ په مټ ترسره شي.

-غونډې د افغانستان په کليو او بانډ و کې د امرېکې او ناټو ځواکونو بمبارۍ او دخلکو پر کورونو شپنۍ چاپې په کلکه وغندلې .

– غونډي د هېواد منلي ملي او نړۍ وال شخٌصيت دوکتور عثمان ترکي ته دنده وسپارله چې د سولې د يوه درې کسېزپلاوي په مشرۍ د جګړې له ښکېلو لورو سره اړېکې ټېنګي کړي .

– غونډي دسولې ټېنګېدو په موخه د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندي د يوه بين الافغاني کنفرانس دجوړېدو چې د وسله وال مقاومت استازي په کښې رښتيانۍ او فعاله ونډه ولري غوښتنه وکړه .

– غونډي په پښتونخوا کې د پاکستان پوځي عمليات او د امريکايې ډرون الوتکو برېدونه چې په وجه يې بېګناه پښتانه وژل کېږي په کلکه وغندل او د چټکې بندېدا غوښتنه يې وکړه .

– غونډې د ډېورنډ د کرښې په اوږدوو کې د جر کېندنې اوازغن سېم غزول له نړۍ والو قوانينو څخه د پاکستاني چارواکو سرغړاوی وباله او غوښتنه يې وکړه چې د پاکستان حکومت خپل دا رنګه لمسونکي عملونه ودروي .

– همدارنګه غونډې د کرښې ددواړو لورو افغانانو څخه وغوښتل چې په خپل يووالي سره دغه استعماري دسېسه شنډه کړي

د غونډې ګډونوالو ټېنګار وکړ چې د سولې ټېنګېدا او د هېواد ژغورل د سياسي خوځښتونو په بېلابېلو فعاليتونو سره شونې ده . په دې وجه يې ټولو هېواد پالو اوسوله غواړو افغانانو ته په يوې ګډې جبهې کې د يو ځای کېدو وړاندېز وکړ .

غونډه د همدې پرېکړه په لوستلو او يوې دوعايې سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *