تاند- د جرمني پولیسو د طالبانو یو مشکوک غړی، چې په افغانستان کې د یوه امریکايي پوځي پر وژلو تورن دی، ونیوه.
د جرمني فدرالي څارنوالانو نن /پنجشنبه/ وویل، دغه شل کلن افغان، چې بشپړ نوم یې د جرمني د قوانینو له مخې نه دی څرګند کړای شوی او یوازې (عبدال. ایس) بلل شوی، د چهارشنبې په ورځ په بایرن ایالت کې ونیول شو.
څارنوالانو نن وویل، دغه مشکوک کس په ۲۰۱۳ م کال له طالبانو سره یوځای شوی، او له هغوی څخه یې د کلاشینکوف او لاسي بم د کارولو چل یې زده کړ.
دوی دغه راز وايي، عبدال. ایس په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کې لږترلږه دوه ځلې د افغان دولتي ځواکونو او امریکايي پوځیانو پر ضد د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالي په جګړه کې برخه اخیستې ده.
د څارنوالانو په وینا په هغه جګړه کې، چې عبدال. ایس پکې برخه لرله، یو امریکايي پوځي وژل شوی او ۲ نور ژوبل شوي دي.
عبدال. ایس، چې مخکې ساجد. ایس معرفي شوی و، اصلاً د تېر کال په اکتوبر وپېژندل شو.
ده ادعا کړې وه چې ۱۹ کلن دی، خو تحقیق کوونکو وروسته معلومه کړه چې نوموړی ۲۸ کلن دی.
څارنوالانو نه دي ویلي چې عبدل. ایس کله او یا څرنګه جرمني ته ځان ورساوه.
جرمني افغان طالبان د بهرنیو تروریستي ډلو په لېست کې شامل کړي دي.