تاند- د جرمني پولیسو پرون/یکشنبه/ یو زلمکی افغان په دې شک ونیوه چې ممکن له هغه ۱۸ کلن ایراني سره په وژنو کې لاس ولري چې په مونشن کې یې د جمعې په ورځ ۹ تنه ووژل.

د جرمني د مونشن پولیسو وویل چې له دغه ۱۶ کلن افغان څخه په دې خاطر هم پوښتنې روانې دي چې ده ولي د اتلس کلن ایراني د وژنو د پلان په اړه پولیسو ته مخکې تر مخکې خبر نه و ورکړی. پولیس وايي، داسي شکونه شته چې ممکن دغه شپاړس کلن افغان به د جمعې د ورځې په حملو کې لاس لري.

مخکې پولیسو ویلي و چې د ۱۸ کلن ایراني الاصله علي سنبلي، چې د جمعې په ورځ یې د مونشن په یوه سوداګري مرکز کې پر خلکو ډزې وکړې، حمله له اسلامي سختدریځو سره تړاو نه لري.

له شپاړس کلن افغان څخه وروسته له دې تحقیقات پیل شول چې د جمعې د ورځې له حملې وروسته یې له پولیسو سره تماس ونیوه.

پولیس وايي چې علي سنبلي یو کال پخوا وروسته له دې چې وینیندین ښار ته لاړ پر خلکو د ډزو پلان درلود.

د پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي چې نیول شوي افغان د فېسبوک له لارې د مونشن د رېلګاډي مرکزي تمځي (سټېشن) ته نژدې په یوه سینما کې د خپلو ملګرو د راټولېدو بلنه ورکړې وه. پولیسو په دې برخه کې نور جزییات نه دی څرګند کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *