تاند- په جرمني کې پولیسو یو افغان د طالبانو د ډلې د غړیتوب په تور نیولی دی.
په برلین کې د جرمني فدرالي څارنوالانو نن /چهارشنبه/ وویل، دا مشکوک افغان ۲۱ کلن دی او د سې شنبې په ورځ نیول شوی دی.
د نیول شوي افغان نوم یوازې جبار ښودل شوی دی. د جرمني د قوانینو پر اساس د مشکوکو او تورنو کسانو نومونه نه افشا کېږي.
پر جبار تور دی چې تر ۲۰۱۱ وړاندې له طالبانو سره یوځای شوی او د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ضد په لږترلږه ۳۰ جګړو کې یې برخه اخیستې ده.
دغه راز ویل شوي چې جبار وروسته له داعش سره یوځای شوی و.
جبار تحقیق کوونکو ته ویلي چې له افغانستان څخه د ایران او ترکیې له لارې د ۲۰۱۵ کال په دوبي کې یونان ته تللی و او د ۲۰۱۷ م کال په دوبي کې فرانسې ته وتښتېد خو هلته ونیول شو او جرمني ته واستول شو.
د جرمني رسنیو نه دي ویلي چې پولیس څرنګه پوی شول چې جبار پخوا د طالبانو او داعش غړی و.
ځینې افغانان د دې لپاره چې پناه یې ومنل شي داسې مبالغه کوي چې وروسته ورته په سرخوږي بدله شي.
دا احتمال شته چې جبار هم په همدې تمه تحقیق کوونکو ته ویلي وي چې پخوا د طالبانو او داعش غړی و؛ له هغوی څخه تښتېدلی او که اوس افغانستان ته لاړ د دغو ډلو له لوري وژل کېږي.