تاند – د جرمني کابینې د کډوالو له پاره یوه نوې لایحه تصویب کړه چې که په قانون بدله شي د یو شمېر هېوادونو پناه غوښتونکي به بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.
په نوې لایحه کې د کورنیو د یوځای کېدلو په برخه کې ځنډ، په ټولنه کې د ادغام په بهیر کې د کډوالو مرسته او د نویو امنو هېوادونو نومونه شامل دي.
د جرمني د دویچه ویلې د راپور په اساس، نوې لایحه الجزایر، مراکش او تونس امن هېوادونه ګڼي چې له مخې یې د جرمني حکومت دا فرصت ترلاسه کوي چې د خاصو شرایطو او ګواښونو له موجودیت څخه پرته له یادو هېوادونو څخه د ورغلیو کډوالو د پناه غوښتنې رد کړي.
لایحه وایي چې، تر یوې ځانګړې کټګورۍ لاندې له امنو هېوادونو څخه د ورغلیو کډوالو له پاره باید د استوګنې داسې مرکزونه جوړ کړای شي چې د ځواب تر ترلاسه کولو پورې په کې پاتې شي. همدارنګه، هغه کسان چې په جرمني کې دویمه درجه مصؤنیت ترلاسه کوي، نشي کولی چې تر دوو کالونو پورې خپلې کورنۍ ور وغواړي.
سربېره پر دې، کډوال به د ادغام په کورسونو کې له خپل جېب خرڅ څخه د میاشتې لس یورو فیس ورکوي.
ویل کیږي چې نوې لایحه په قانون د بدلېدلو په صورت کې جرمني چارواکو ته فرصت ورکوي چې د هغو خواوشا یو میلیون کډوالو وضعیت مدیریت کړي چې په ۲۰۱۵ کال کې نوموړي هېواد ته ورغلي دي.
دویچه ویلې وایي چې، د کابینې له خوا تصویب شوی دغه قانون اوس د جرمني پارلمان ته ځي چې خبرې اترې پرې وکړي او تصویب یې کړي.
په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي شرایطو د خرابوالي له امله په ۲۰۱۵ کال کې، خواوشا ۲۵۰ زره افغانان د نړۍ پرمختللیو هېوادونو ته کډه شوي دي چې له سل زرو څخه ډېرو یې جرمني ته پناه وړې ده.