تاند- د جرمني په جنوب کې یوې محکمې ۳ افغانان او یو ایرانی پر لارویانو د نشې په حال کې د حملې په تور محکوم کړل.

د باوریا ایالت، چې مونشن یې مرکز دی، د امبرګ ښارګي سیمه ییزې محکمې د جمعې په ورځ /مې ۱۰/ یو ۱۸ کلن ایرانی، چې نوم یې نه دی افشا شوی، په ۲ کاله او ۷ میاشتې بند محکوم کړ.

درې افغانان د دې جرم په تړاو، چې د تېر کال په دسمبر میاشت کې شوی دی، له ۶ تر ۱۳ میاشتو پورې په حبس محکوم شوي دي.

ټول محکوم شوي کسان، چې جرمني ته یې د پناه غوښتنلیکونه سپارلي دي، د امبرګ د محکمې د پرېکړې په وړاندې د استیناف غوښتنه کولی شي.

د تېر کال په دسمبر کې  د جرمني د امبرګ ښار د رېلګاډي سټېشن ته نژدې په حمله کې ۱۵ لارویان ژوبل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *