تاند- د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) سر څارنوالې اعلان وکړ چې د افغانستان په جګړه کې د جنګي جنایتونو د احتمال په اړه رسمي تحقیقات پیلوي.
مېرمن فاتو بینسودا د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل«د حالاتو له لومړنیو ازموینو وروسته دې نتیجې ته رسېدلې یم چې په روم کې له ټاکل شویو قانوني اصولو سره سم دا قضیه له هغو شرایطو سره برابره ده چې باید څېړنه یې وشي.»
څارنوالې د کومې ځانګړې ډلې نوم وانخیست چې باید د جنګي جرمونو په اړه یې تحقیقات وشي.
خو په یوه راپور کې، چې تېر کال د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالانو خپور کړ، ویل شوي و چې طالبانو او د امریکا د وسله وال پوځ غړیو او د سي آی اې غړیو ممکن جنګي جرمونه کړي وي.
میرمن بینسودا د جمعې د ورځې په اعلامیه کې ویلي چې د دوی تحقیقات به پر هغو جنګي جرمونو متمرکز وي چې د ۲۰۰۳ کال له مې میاشتې راوروسته د افغانستان په خاوره کې شوي دي.
دې همداراز ویلي، د دې دفتر به د هغو ادعاوو پر اساس، چې خلک یې په وسله والو نښتو کې پر ښکیلو اړخونو کوي، د خپل ماموریت او امکاناتو په چوکاټ کې ګامونه اوچت کړي.
بینسودا دا هم ویلي، که اجازه ورکړای شوه، د دې دفتر به په خپلواک، بې پرې او دقیق ډول د محکمې له مقرراتو سره سم د ادعا شویو جرمونو په اړه تحقیقات وکړي.
د جرمونو نړیوالی محکمی خپل محبوبیت دلاسه ورکړی دی، ځکه دوی مخکی هم ورته څرګندونی کړی وی، چه دخلقیانو او مجاهدینو جنګی مجرمین به محکمی اوعدالت ته راکش کوی. مګر دغی دفتر ځمونږ دغه مجرمین نن دتخت او ملیاردونو ډالرو خاوندان کړه.
اوس دغه دفتر دافغانانو په فکر اوآند یو سمبولیک، ډرامه یز او پخپله په جرمونو کی ککړ دفتر دی
ځناور، وحشی او جنایت کاره داعیشیان او طالیبان، جنایت کاره اشرار یا مجاهدین او جنایت کاره خلقیان اوپرچمیان به یوه ورځ دافغانستان د واقعی خلکو او ریښتینو اولسونو لخوا په دار خیژول کیږی