د سه شنبې د سهار لس نیمې بجې دي. د سورلۍ موټر مو د ماهیپر له دنګو او وچو غرونو ستړی ستومانه راښکته شو. رفتار یې ورو کړ. لکه کوم قوماندان چې له حج نه راغلی وي، لکه د کلي د ملک د زوی واده چې وي، بیشماره موټر ورو ورو روان وو. موټر ودریدل. ډیر ځنډ خلک په موټر کې ناست وو، خو انتظار اوږد شو. موټرو کې ناستو کسانو دروازې خلاصې کړې او یو یو ترې را ښکته کیده. ما ویل که د جګړې کلونه دي. تورخم کې یم. انصارو وروڼو راباندې سرحد تړلی. خو کابل کې تنظیمي جګړه ده.
ښاریان له وطنه په وتلو دي او مخ په دروازه ډله ډله روان دي. ما ویل که چهار اسیاب کې یم، د چهار اسیاب واکدار له رباني سره په دښمنۍ کې د کابل دروازه تړلې. اوړه، غوړي او نور خوراکي مواد یې پرې بند کړي دي، خو خلک وږي دي وهل ډبول قبلوي خو خوراکي مواد ورسره دي او مخ په کابل روان دي. خو دا یو حالت هم نه و. دا ځای پلچرخي ته څیرمه سیمه ده. دواړو خواوو ته غرونه دي، منځ کې خړ سیند روان دی. کابل کې امن دی، د ژوند چارې ښې روانې دي.
خو خلک نه ور پریږدي. سر کار ته د اطرافونو خلک ورانکاري ښکاري. باور پرې نلري. له موټرو سره یې نه پریږدي. کابل کې جرګه پیلیدونکې ده. دا جرګه به د امریکا له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون د رد او تایید په اړه په پټو سترګو پریکړه کوي. د جرګې غړي د افغانستان او سیمې اوضاع نشي تحلیلولی، د تړون له منځه خبر نه دي.
په دې نه دي خبر چې دا سند په اوسنيو شرایطو کې د افغانستان په خیر دی او که شر؟ خو دوی به هغه چاته ګوري چې ورسره راغلي دي. لکه ولسي جرګه کې چې کله کوم ډلې ټپلې والا وکیل سور کارت پورته کړي او پلویان یې هم د هغه تقلید وکړي.
سرکار نه دی خبر چې دې جرګې خلکو ته څومره ستونزې جوړې کړي دي؟ سر کار هغه میرمنې نه ویني چې په یوه لاس کې یې پنډوکی دی ، پر اوږه یې ماشوم سر ایښی او پیاده د ولاړو موټرو په منځ کې روانې دي. ما سره موټر کې ناست سپین ږیری غوسه شو. هغه ویل: بابا! دا څه ریشخند دی؟ خو ما د هغه د غوسې سړو هڅه کوله. ویل مې: بابا! په دې مه خپه کیږه. خیر دی، که په دې کار امنیت راځي او د کابل ښاریانو سرونه خوندي کیږي، نو هیڅ خبره نه ده.
خو هغه ماته هم غوسه شو، په لوړ غږ یې وویل: د څه شي امنیت؟ د چا مخه چې باید نیول شوې وای، ونه نیول شوه. هغه ورته هملته ورسول شو، ځان یې والوځاوه، خپل ځان یې هم ټوټه ټوټه کړ او نور یې هم په وینو ولمبول. تاته وایم! څه فکر کوئ، هغه له جلال اباده واسکټ سره تللی و؟ نه…
سپین ږیری غلی شو او بیا یې په نرم انداز خبرې شروع کړې: ګوره! زموږ د سرکار ټول حرکتونه نمایشي دي. دوی یا ساده دي، نه پوهیږي او یا د خلکو ځورولو نه خوند اخلي. بوډا د بیلګې په توګه د شیر سرخ د لویې جرګې کیسه وکړه او ویل یې چې دغه جرګه څو ورځې په خلاص میدان کې وه، هر څوک ورتللی شو. جرګې وايي همدې ته چې په سپین میدان پرته له کومې ویرې ترهې سره خلک راټول شي. بابا، ویل چې د جرګې مخالف نه دی، خپله جرګه مار دی، خو اوسني شرایط داسې لویې جرګې ته جوړ نه دي. د جرګې ګډونوال چې هره لحظه د چاودنې او وسلوالو حملو په ویره کې وي، هغه به څنګه په ارام مغز پریکړه وکړي؟ په خبرو کې یې ولویدم: ښه نو څه باید شوي وای؟ د تړون موضوع مهمه ده او دا مهمه موضوع مهمې پریکړې ته اړتیا لري. بابا، راته ځواب کې وویل: ګوره، یو لس کسیز کمیسیون به یې جوړ کړی و. دې کې به د حقوقو،سیاسي، نظامي، اقتصادي چارو کارپوهان راټول شوي وو، هغوی به په پوره دقت د تړون متن څیړلی و، افغانستان ته به یې د هغه ګټې او زیانونه په ګوته کړي وو او بیا به یې ولس ته ویلي و چې دغه یې ګټې او دغه یې زیانونه دي. ګټې یې له زیانه ډیرې دي نو باید لاسلیک شي او یا دا چې زیانونه یې له ګټو ډیر دی، نو باید رد شي. هغه زیاته کړه: وه ځوانه! په خدای قسم که د جرګې غړي دومره ماغزه ولري چې تړون وڅیړي، ګټې او زیانونه یې پرتله کړي او بیا خپله پریکړه وکړي. دا یو بيځایه مصرف دی.
د خلکو ځورول دي او وخت عبث تیرول دي. بوډا دا هم ویل: ګوره، ځانمرګی برید د همدې جرګې د خرابولو په هدف وشو، له لسو ډیر کسان یې ووژل. څه باور دی، کیدای شي نورې امنیتي پیښې هم رامنځ ته شي. بابا، دا هم ویل چې دولت دې هغه وخت لویې غونډې جوړې کړي چې د جوړولو توان یې پیدا کړي، چې د خلکو د سر امنیت وشي ساتلی. د خلکو له ژوند سره دې لوبې نه کوي. رعیت ته دې ستونزې نه جوړوي. خدای خبر، سرکار به د بابا خبرو ته څه ځواب لري؟ محمد نعمان دوست، جلال اباد ګرداب ورځپاڼه ( د لړم ۲۵مه،۱۳۹۲)