تاند- هند په جلال اباد کې د دغه هیواد پر کونسلګرۍ د حملې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره سخاوتمندانه مرستې اعلان کړې.

په افغانستان کې د هند سفیر امر سینها نن جلال اباد ته لاړ او د هر وژل شوي کس له کورنۍ سره یې لس – لس زره ډالره مرسته اعلان کړه.

د جلال اباد په حمله کې نهه تنه ووژل شول او ۲۲ نور ژوبل شول.په وژل شویو کې ۸ تنه ماشومان ول.

د هندوستان د (هندو) ورځپاڼې د راپور له مخې دا هیواد د جلال اباد په پېښه کې د پاکستان لاس ویني.

هند په نوي ډیلي کې د پاکستان د سفیر(لوی کمیشنر) مرستیال وروباله چې خپل احتجاج ورته څرګند کړي. د پاکستان د لوی کمشنر مرستیال د جلال اباد د حملې په خاطر نه بلکې د کشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د ډزو په اثر د پنځو هندي سرتېرو د وژل کېدو لپاره احضار شو.

په افغانستان کې د هند سفیر امر سینها په جلال اباد ښار کې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه اعلان کړې پیسې ناچیزه مرسته وبلله.

ده همداراز ۲۰ زره ډالره هغو افغان امنیتي ځواکونو ته د جایزې په توګه اعلان کړې چې د حملې په مهال یې د کونسلګرۍ ساتنه کوله.

د هند سفیر هغه افغان ساتونکي ته هم شل زره ډالره جایزه ورکړه چې یو ځانمرګی یې وویشت او حمله کوونکي یې پرې نښودل چې کونسلګرۍ ته ننوځي.

ښاغلي سینها همداراز د ننګرهار له والي سره یوځای د قربانیانو له خپلوانو سره وکتل.

ده په روغتون کې له ټپیانو سره د لیدلو په مهال وویل چې هیواد به یې شل زره ډالره د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ته د ټپیانو د درملنې لپاره ورکړي. همداراز به لس زره ډالره د ننګرهار ولایتي ادارې ته ورکړي چې هغه جومات پرې ترمیم کړي چې په حمله کې زیانمن شو.

د حملې په نتیجه کې وژل شوي ماشومان همدې جومات ته د دیني زده کړو لپاره روان ول چې ځانمرګو چاودنه وکړه.

طالبانو د جلال اباد د حملې مسوولیت په غاړه وانخیست. خو له دې حملې وروسته په جلال اباد کې بمي بریدونو دوام وکړ. نن هم په دغه ښار کې چاودنه شوې ده.

6 thoughts on “د جلال اباد د قربانیانو له خپلوانو سره د هند د سفیر د خلاص لاس مرستې”
  1. حوالی ساعت ۹ قبل از ظهر امروز ۱۴ اسد، به اثر انفجار مواد انفجاری در شهر کندهار، سه فرد ملکی کشته و ۲۲ تن دیگر زخمی شدند. مقامات محلی تایید کردند که این انفجار، حوالی ساعت ۹ قبل از ظهر امروز در منطقه گنج از مربوطات باغ پل حوزه هفتم شهر کندهار در یک کراچی جابجا شده بود رخ داد.جنرال عبدالرازق فرمانده امنیه کندهار به بست باستان گفت که در این انفجار سه تن کشته و ۲۲ تن زخمی شدند. به گفتهٔ وی، تمام افراد کشته و زخمی شده گان افراد ملکی هستند. نقطه جالب اینجاست که وقتی که طالبان به این نوع حملات ناکام دست می زنند و افراد ملکی را به شهادت میرسانند ابراز بی خبری می کنند ولی اگر کدام طیاره به اثر حوادث تخنیکی سقط کند طالبان می گویند که ما این طیاره را سقوط داده ایم.قضاوت در دست شما . مسلمانان خوب که دروغ نمی گویند خصوصاْ در ماه رمضان .

  2. د دې مرستې سیاسي اړخ نه چې تیر شو یو حقیقت پکې پروت او هغه دا چې مسلمان یې وینې تویوي او کافر پرې پټۍ ، ږدي، بیا هم لګیا یو ږیرې مو لکه جارو اوږدې کړي، دوه متره تسبیح په لاسو او وایو مسلمانان یو!؟

  3. داټول ګناه زمونږخپل دی چی تراوسه مو خپل اوپردی ونه پیژند ل اودنورو د ګټولپاره خپل ماشومان،وروڼه،میندی،خاوره اوخلک تربرید لاندی نیسواودنورومخه هم نه نیسوبرسیره پردی د هغوی سره د بمی واسکټونو په انتقال کی په خپله خاوره کمک کوو ګناه د هیچانده ګناه زمونږده چی د یو څو بیهوده خبرو او پیسو په لالچ کی خبل هیواد ورانوو، رمونږنه په اسلام کی کمزوری او بی عقل خلک په نړی کی نشته

  4. د ننګرهار مسلمان ولسه : تاسو نن د پاکستان د ورورولۍ چې دواړه مسلمانان هیوادونه یو او د هند د همدردۍ ننداره وکړه ، زه دا منم چې دا مرستې به سیاسی اړخ لری خو ورسره د همدردۍ اظهار هم د پټيدو نه دی ، هندوستان سره ددې چې د هیواد سره مالی مرسته ښه په لوړه کچه کوي او برعکس بمونه نه رالیږي خو مسلمان پاکستان چې زمونږ د مظلوم ملت سره ېې د مرستی نښه نشته او نه ېې غواړو خو څارګره اداره ېې د بمونو موټرونه رالیږي ،شيبه مخکې مې هغه کتاب ولوست چې په بنګله دیش د پاکستان د ظلمونو په اړه لیکل شوی دی او پاکستان ته پکې د بنګله دیش شیخ مجیب الرحمن وینا داسی لیکل شوی ده چې زه ېې هم د یو افغان په توګه پاکستان ته وایم
    آيا تاسو نه شرميږى چه هر حقه حقوق چه ختيځ بنګال “بنګال عوام” يې له تتاسو څخه غوښتنه وکړي وچولى مو د )
    (دښمن په څير تريو وي او بيله ترخې جګړې او درنې بيې د هغه ورکولو ته غاړه نه ږدى…
    شيخ مجيب الرحمن
    ډاکه ( ١٩٦٦ ) فبرورى
    نو پاکستانه ستا دا نه پيرزو کیږي چې د يو هیواد په توګه له نړې سره اړيکې ولرو او د انسانانو په څير ژوند وکړو لږ د هغې ورځې وشرميږۍ چې د همدې هندوستان سره ستاسو جګړه وه او همدا راز مو د همدې بنګله دیش سره جګړه وه خو مونږ د يو خواخوږي ګاونډي مسلمان په توګه په تاسو برید ونکړ چې له دوه هيوادونو سره نشۍ جنګيدلی او بده ورځ مو درباندې پيروزو نه وه خو که تاسو هرڅه وکړۍ مونږ به همداسی په محبت ژوند تیرو ولو که ستاسو هر سهار او ماښام د بمونو چاودنې وي : یا الله پاکستان ته هدایت وکړه او کنه لکه د فرعون په شان ېې غرق کړه

  5. پاکستان پر دې پلمه چې ګواکې د بريد موخه يې د هند کونسلګرۍ وه د لسګونو بې ګناه افغانانو وينې توی کړې، مګر د هند هېواد د سفیر له خوا د بې وزله افغانانو پر پرهرونو او ټپونو باندې په خپل وخت او بېړنۍ توګه د مرهم پټۍ په ايښودلو سره يوځل بيا نړۍ او مکرجن تور پنجابي حکومت ته وښودله چې نوموړی هېواد او خلک يې د افغانانو سره څومره خواخوږي لری، که پاکستان په افغانستان کې د هند هېواد حضور نشي زغملای او په داسې شومو اعمالو سره هند دې ته اړ کوي تر څو په ننګرهار او کندهار کې خپلې کونسلګرۍ وتړي نو دا یو ناشونی کار دی، او یا دا چې که پاکستان له هند سره دښمني لري نو مهرباني دې وکړي که دومره نر وي پر کشمير دې جګړه وکړي او هغه دې تر خپلې ولکې لاندې راولي، دبې ګناه افغانانو وينې دې نه تویوي.

  6. هند زمونږ ستراتیژیک دوست او تاریخی ملګری دی، کله هم هند زمونږ په خلاف نه وه او نه دی. مګر برخلاف پاکستان زمونږ بدترین دخمن دی، او په تیرو ۴۰ کلونو کښی یی افغانستان وران کړی، افغانان یی وژلی، بی عزته کړی او لا هم خپلو دغه کړغیړنو اعمالو ته دوام ورکوی. او زمونږ د ګتو په شمار بی غیرته او شرمیدلی چه افغانان ویل ورته ګناه ده ددی پنجاپیانو سپی توب کوی او شرم او حیا نه لری

    الله ج دی پاکستان/ایران او ددوی دغه لاسپوسی مزدوران ورک او تباه کړی
    امین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *