تاند- نن /سې شنبه/ په جلال اباد ښار کې د هند له کونسلګرۍ ۴۰۰ متره لېري چاودنه وشوه.
دا چاودنه په بلخ ولایت کې د هند پر کونسلګرۍ د حملې له هڅې دوې ورځې وروسته وشوه.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل چې چاودېدونکي مواد د خځلو (کثافاتو) په بېرل کې اېښودل شوي وو. د ده په وینا چاودنه هغه مهال وشوه چې په دغه ځای کې د پولیسو د موټرو کاروان تېرېده.
پولیس هڅه کوي چې د چاودنې هدف معلوم کړي خو داسي نه ښکاري چې د هغې هدف دې په جلال اباد کې د هند کونسلګري وي.
په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ برید شوی دی.
په نوي ډیلي کې چارواکو ویلي چې د جلال اباد د چاودنې هدف د هند کونسلګري نه وه.
د هند رسمي سرچینې وايي چې د چاودنې ځای ته د هند تر کونسلګرۍ د پاکستان د کونسل کور نژدې و.
دا سرچینې وايي چې د چاودنې له ځایه د هند کونسلګري ۴۰۰ متره لېري ده.
پاکستاني رسنیو بیا ویلي چې چاودنه د پاکستان، هند او ایران د کونسلګریو ته نژدې شوې ده.
په مزارشریف کې د هند پر کونسلګرۍ د حملې لپاره په یوه کور کې څلور ځای پر ځای شوي سختدریځي له ۲۴ ساعت مقاومته وروسته تېره شپه ووژل شول.
(عکس د پېښې د ځای نه دی)