تاند- په جلال اباد کې د رمضان جام د کرکټ د مسابقې په میدان کې د شهیدانو شمېر ممکن تر ۸ تنو واوړي.

ډاکتران وايي چې په ۴۵ تنو ټپیانو کې د ځینو حال نازک دی.

تېره شپه په جلال اباد کې په داسې حال کې ۳ چاودنې وشوې چې ګڼ نندارچیان د رمضان تورنمنټ لیدو ته راټول شوي وو.

په جلال اباد کې هر کال د روژې په میاشت کې د شپې له لوري له روژه ماتې او تراویح وروسته د رمضان جام په نوم د کرکټ مسابقې کېږي.

تراوسه پورې هیچا د دې بریدونو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان ولسمشر، کرکټ بورډ او بې شمېره افغانانو دا بریدونه کلک غندلي دي.

2 thoughts on “د جلال اباد د کرکټ د رمضان جام په چاودنو کې لږترلږه ۸ تنه شهیدان شوي”
  1. تر څو چې دا مجاید ملت په کونه او خوله ټيزونه وانه چوي او په ښکاره ونه وايي چې جهاد فساد دی تر هغو به دا خلک وژل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *