د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وایي په ننګرهار ولایت کې هر ډول سهولتونو چمتو کولو ته ژمن دي،ترڅو په دغه ولایت کې د جلال اباد ـ کابل دویم سړک د جوړولو چارې ګړندۍ شي .
د دغه وزارت د اسیایي پراختیایي بانک د کړنلارې سمبالښت دفتر مشر امین الله خاتم چې نن د سلواغې په ۴مه یې د ننګرهار والي سره لیدنه کوله،ژمنه وکړه،چې په ټولو برخو کې به سهولتونه او امکانات برابر کړي،ترڅو د یاد سړک د جوړولو چارې ګړندۍ شي .
دغه لیدنه چې د جلال اباد په شاهي مانۍ کې ترسره شوه،په کې د دغه ولایت د ټولګټو چارو،بشري سرچینو او د سکتوري خدمتونو رئیسانو هم ګډون کړی وو.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وویل د جلال اباد ـ کابل دویم لین سړک جوړول د ننګرهار سربېره د ټول هېواد لپاره حیاتي حیثت لري خو چارې یې په ځنډ سره رواني دي او دغه ستونزه یې څو خله د حل په موخه د یاد سړک د جوړونکې شرکت مسؤلینو سره هم شریکه کړې،خو تر ډېره کچه یې ورته د حل لارې نه دي موندلې .
نوموړی وویل د دې سربېره چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته به د یاد سړک پر جوړېدو د تګ راتګ پر مهال سهولتونه برابر شي،بلکې د چارو د ترسره کېدو پر مهال د خوږیاڼو،شیرزادو او حصارک ولسوالیو ګڼ شمېر اوسیدونکو ته کاري زمینې هم برابریږي .
هغه د اسیایي پراختیایي بانک د کړنلارې سمبالښت دفتر رئیس څخه په جدي ډول وغوښتل چې د یاد سړک د جوړولو چارې ګړندۍ کړي .
په همدې حال کې د اسیایي پراختیایي بانک کړنلارې سمبالښت ادارې دفتر رئیس امین الله خاتم هم د یاد سړک د جوړولو ځنډنۍ چارې تائید کړې خو زیاته یې کړه، درې میاشتې وړاندې د شرکت مسؤلینو او د دغه ولایت امنیه قوماندان تر منځ د پنځوس کیلو متره سړک د امنیت د تامین هوکړه لیک لاسلیک شوی وو،چې په ترڅ کې چارې تر ډېره کچه ښې روانې وي .
خو زیاته یې کړه،امنیه قوماندان د مملې د دروازګۍ سیمې څخه پورته د دوی سره په امنیت ساتلو کې په ښه توګه همکاري ونکړه،چې له امله یې چارې ځنډنۍ شوې خو په سیمه کې د ولسونو د همکارۍ څخه یې ستاینه وکړه.
د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وویل د یاد سړک د جوړولو د چارو د ښه ترسره کولو په موخه د امنیت د تامین لپاره لازمه ده،چې نور سرتېرې هم په سیمه کې ځآی پر خآی شي،ترڅو د امنیتي ستونزو مخه ونیول شي .
د اسیایي پراختیایي بانک د کړنلارې د سمبالښت ادارې د دفتر رئیس ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې امنیه قوماندانۍ دې د سړک د جوړولو په موخه امنیتي تدابیر ونیسي او په دغه برخه کې چې څومره امکاناتو ته اړتیا وي دوی به یې په واک کې ورکړي.
د ننګرهار والي د یادې ادارې او امنیه قوماندانۍ څخه د یادو ژمنو له امله مننه وکړه او دوی ته یې لارښوونه وکړه،چې د ولسونو په همکارۍ دې امنیه قوماندانۍ او د ټولګټو چارو اداره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي،ترڅو د هر ډول ستونزو مخنیوی وشي او په ترڅ کې د سړک چارې ګړندۍ وساتل شي .
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر