تاند- په جلال اباد ښار کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفتر مخته د یوه رد شوي کاندید د پلویانو په اعتراضه غونډه کې انتحاري برید لږترلږه ۵ تنه وژلي دي.

په دې برید کې، چې نن /شنبه/ تر غرمې وړاندې په ۱۱ بجې او ۲۰ دقیقې د رد شوي کاندید جاوید زمان د پلویانو په اعتراضي غونډه کې وشو، څلور تنه نور ژوبل شوي دي.

روغتیايي مسوولان وايي چې په ټپیانو کې د یوه حال نازک دی. د ننګرهار د والي ویندوی عطالله خوږیاڼي هم ویلي چې ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي.

جاوید زما د پخواني جهادي قوماندان حاجي زمان زوی دی.

تراوسه پورې چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په ننګرهار کې هم طالبان او هم داعش دا ډول بریدونه کوي خو په دې ولایت کې د پخوانیو جهادي قوماندانانو ترمنځ پر سیالیو هم سترګې نه شي پټېدای. دوی په خپل منځ کې په ځلونو خونړۍ نښتې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ