تاند- په جلال اباد کې د یوه افغان سرتېري له لوري پر امریکايي پوځیانو د ډزو په نتیجه کې د ژوبلو شویو امریکايی پوخیانو شمېر ۷ تنو ته زیات شو.

مخکې ویل شوي و چې په دې برید کې د حمله کوونکي افغان عسکر په شمول ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي. خو تازه راپور وايي چې په دې برید کې د یوه افغان او یوه امریکايي عسکر د وژل کېدو ترڅنګ ۷ نور امریکايي پوځیان ژوبل شوي دي.

حمله کوونکي د امریک�� د سفارت پر کارکوونکو او د هغو پر ساتونکي ډزې ونه کړې خو کله چې په جلال اباد کې مېشت امریکايي پوځیان د غونډې له ځایه وتل، ډزې پرې وشوې.

دا په روان ۲۰۱۵ میلادي کال کې دوهم بهرنی پوځي دی چې په افغانستان کې وژل کېږي. لومړی د جنورۍ په لومړیو کې وژل شوی و.

پولیس وايي، داسي نه ښکاري چې حمله کوونکی به د طالبانو نفوذي کس وي. دوی وايي که نفوذي وای حتماً به یې پر جګپوړو مامورینو او دیپلوماتانو ډزې کړې وې.

د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وویل چې حمله کوونکی افغان عسکر عبدالعظیم نومېده او د لغمان اوسېدونکی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *