تاند- د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار په تلاشي چوک کې د نن /دوشنبه/ په 4 چاودنو کې لږترلږه 4 تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼی وايي چې ټوله مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتې ده. په ځینو راپورونو کې د وژل شویو شمېر 3 تنه ښودل شوی دی.

تروریستي ډلو تراوسه پورې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو امنیتي چارواکي وايي چې دا برید طالبانو کړی دی.

دا برید په داسې حال کې وشو چې ملګروملتو په افغانستان کې د روژې په میاشت کې د تشدد پر زیاتېدا اندېښنه ښکاره کړه.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر تادامیچي یاماموتو نن په یوه بیان کې د روژې په میاشت کې د طالبانو حملو ته په اشارې ویلي چې پر ملکیانو دا ډول قصدي بریدونه هیڅ توجیه نه شي لرلی.

وسله والو طالبانو ویلي چې په روژه کې جګړه لا ډېر اجر لري. طالبانو دا خبره وروسته له دې وکړه چې د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه ورڅخه وشوه.

دې ډلې نن وویل چې په اختر کې هم اوربند نه کوي.

د جلال اباد د چاودنو هدف تراوسه معلوم نه دی خو د ښار په یوه ډېره ګڼه ګوڼه سیمه کې شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو ترڅنګ داعش هم له دې ډول بریدونو مخ نه اړوي.

2 thoughts on “د جلال اباد په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي”
  1. که هرڅوک دا وژنې کوي مسوولیت یې مخامخ ټالبانو ته متوجې دي. ځکه عملا د افغانستان له دولت سره په جګړه بوخت دي او دوي دغوه کوي چې د هېواد په ډېرو برخو مسلط دي. د هېواد په هرګوټ کې چې جرم او جنایت کيږي هلته حتما ټالیب لاس لري. د اسلام و قانون او ولس پروړاندې ټالیب مسوول دی.

  2. که طالب دی که داعش او که نور ټول لکه لمر دبل لپاره خپل وطن ورانوی، قتلونه کوی او دظلم انتهایی شروع کړی
    دوی نه ګیله ځکه نه ده پکار چه دوی لکه روبوټ پروګرام اخلی او په مظلومو افغانانو یی اجرا کوی
    دوی نه افغانان دی، نه مسلمانان او نه انسانان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *