جیلاني جلان

هايد گر وايي : شاعري له يوۍ خوا خدايي زمزمه ده اوله بلۍ خوا انساني اوازونه ممکنوي. شاعر د خدای او انسان ترمنځ نيمه رب النوع دی. هغه  د ملت له منځه  د خلکو اواز دی. شاعر پرته له دې چې د انسان ستاينه وکړي، د انسان له مقامه پورته خو انساني قلمرو روښانوي.

هغه په يوه بله برخه کۍ زياتوي، شاعري ډير معصومانه کار دی. له ژبې سره يو ډول لوبه ده. اودناپيژاندو تصاويرو  دقلمرو اختراع ده . ددۍ ابداع سودا  گناه اوشخصي گټه اخيستنه نه ده . بلکې دانسان داړتياو  ځواب دی  چې پخپله په دقت سره دغه اړتيا نه شو مالومولي .

هايدگر الماني  وجودي فيلسوف په دې باور دى چې ژبه د خدايانو ډير خطرناک سوغات  دی .او انسان ته د داسې  سوغات په توگه ډالۍ شوې ده  چې وکړای شي  هغه څه چې  شته يا موجوديت  لري  شاهدي پرې ووايي . ژبه دشتو اوپټو موجوداتو روښانوونکي ده ،نړۍ اوتاريخ په ممکناتو بدلوي او د انسان په ناروغيو برلاسي کوي . دموجوداتو دپراختيا سره يو ځای کيږي موږ خطرونو ته متوجه کوي . ژبه چې په اصل کۍ ساده امر دی  موږ دهستۍ له ساده گی سره اشنا کوي .

په دۍ لنډو تبصرو کۍ غواړم يوه خبره دا وکړم چۍ ايا د جلان په نوم يو زلمي شاعر خپل ځان اوخپل رسالت ته هم چيری پام کړی اوکه نه ؟ اوبله دا چې که جلان وي اوکه بل کوم شاعر خو چې خپل اولس اوخپله ژبه اوخپل فرهنگ هير کړي نو برخليک به يۍ څه وي ؟

له دۍ دوه پوښتنو وروسته  د جلان د شعر په باب څو ټکي اړين دي :

 زه د جلان شعرونه له ډيره وخته راهيسي دلته اوهلته لولم .ماته هم خوند را کوي .ماتر اوسه جلان نه دی ليدلی . نه مۍ ورسره روغبړ کړی اونه مې لاس ورکړی دی  خو کله چۍ دهغه شعر لولم دهغه دزړه درزا اورم . دهغه د احساس ، عاطفي او خيال دهليزونو ته داخليږم ، فکر کوم، انگيرم چۍ  هغه کوم مصنوعي شاعر نه دی، بلکۍ هغه استعداد چۍ لري يې د دې روايت کوي  چۍ شاعر په وچ زور شعر نه وايي ، نه يۍ دشهرت له پاره وايي اونه خو بل کوم هدف لري  . بۍ توقع ، سپيڅلي اوبۍ پروا . هغه په کليماتو جادو کوي . خو يوه خبره داهم ده  چۍ شاعر يوه نوې دونيا جوړوۍ نوي دونيا ايجادوي اوداسۍ دونيا چۍ شاعر په کې ژوند کوي .

په سر چاړه ، چاپیره اور، منځ کې یې زه ولاړ یم

د ژوند د سخت امتحان مخ ته  زړه نه زړه ولاړ يم

شمال د اوښکو ته مې رپي پر مخ څیري څادر

د مړه ارمان په قبر نیغ لکه جنډه ولاړ یم

خلکو په زور د هوښیارۍ ستورو کې خونې جوړې

خو زه ساده اوس هم  دخپل  زړه په دیواله ولاړ یم

د فاصلو د فیصلې په احترام درځنۍ

ملکونه لرې په وچ ډاګ لکه واښه ولاړ یم

په پرهرونو ږدم جلانه ! د ازغیو پټۍ

چې د انصاف د ګلابونو په کاله ولاړ یم

موږ يو ارماني نسل شاته پريښود. ارماني نسل ته دمړه ارمان په قبر دريدل په ډيره  ښه توگه دپوهيدو وړ دي . خو جلان دخپل هيواد په روانه تراژيدۍ کې بې  پروا اوبې توپيره نه دی . هغه دخپل (يم يا زه  ) په ضمير کې دخپل هيواد دانسان حالت دهيواد له طبعيت سره يو ځای کوي . په تابلو کې دهغه دفکر دقلم رنگونه پورته کښته ځغلي  کله باد شي کله توپان شي اوکله هم وريځي اوږلۍ .

نندرې  ته شهکارونه مې پکار دي

د وطن څو انځورونه مې پکار دي

چې فصلونه د رنګونو زرغونه کړي

ګلابي حسنه ! اورونه مې پکار دي

پر جبین یې دنظر کیږدۍ وهمه

ددې دښت سیلۍ، بادونه مې پکار دي

چې د  ګرمو خواهشاتو  زور پرې مات کړم

د سړو شونډو غړپونه مې پکار دي

یوې پیغلې ویل چې اخ جلانه مړ شې

شپې ته راشه څراغونه مې پکار دي

په غزل کې شاعر  په سمبوليکه ژبه چۍ تر اوسه يۍ تکرار کم دئ نوئ جهان اونوئ دونيا جوړه کړي ده  . هغه داورونو او تودو اوگرمو احساساتو ليوال دئ . غواړي دوطن داسې انځورونه جوړ کړي چۍ بيا  ورته موجوديت ورکړي اوبيا په کي دوطن انسان ميشت کړي . هغه سره له دۍ چۍ په خپل هيواد اوخپل کور وکلي اوچم گاونډ کۍ شپي سبا کوي . ساه باسي او دخپل کلي  اووستل  له لمره فيض اخلي خو روان حالت يۍ په روان نوستالژيک اٽر غورځوي .نو ځکه وايي چۍ

نفرت دې ورک شي مینه ناکه زندګي جوړوم

نن یې  لاسو ته له ګلونو  نه بنګړي جوړوم

فرق مو همدا دی دوی تندیو ته پټکي جوړوي

خو زه لګیا یمه پټکیو ته تندي جوړوم

جانانه تم شه چې د زړه په رنګ دې وولمه

په شنه لمنه دې تصویر د پسرلي جوړوم

خدایه ! در واخله له ما دغه د  ماڼیو دنیا

بیامې ماشوم کړه چې له خټو نه سړي جوړوم

د خیال ماهیانو ته جلانه  د غزل اوبو کې

د کلیمو  د سپینو شګو نه کورګي جوړوم

کله چې پورته شعر  لولو ،وينو  چۍ شاعر په کې نيابت ته ملا تړلې ده . داسۍ نيابت چۍ غواړي  نوى انسان وزيږوي۰موږ دهايدگر دسر خبرې ته رابولي. هغه ښکلي ترکيبات جوړوي وايي زه پټکيو ته تندي جوړوم . خوشال ويلي وو . چۍ ددستار سړي په شمار دي . دى هم خپله ارزو اوهيله نه پټوي وايي : چې غواړي ماشوم شي ماشوم توب ته وگرځي اودماشومتوب په دونيا کۍ  دخټو سړي جوړ کړي . خو هغه څه چې دجلان په شعر کۍ ډيره ځواک او روښانتيا  لري  هغه دشاعر  شاعرانه تجسم دئ . ديوه ارواپوه په قول :

شاعرانه تجسم داسې څه دي  چۍ عشق ورته ويلي شي. خو د ناخود اگاه له پاره دملکوتو يا دارواحو دراننوتلو تصوريا  دهغو له ټولو مصداقونو سره  يو الهي امر دي .کله چۍ عالم غيب يا ارواح دذهن په فعاليتونو کۍ چې يونيانو ديسيدامونيا (له خدايانو ترهه)  بلله راڅرگند شي  دروازه بيرته کيږي خو څوک يا څه  دننه نه راځي چي  دسيورو اوشياطينو  څارنه وکي. عالم غيب يا ارواح تل دويرې ،هيبت ،احساس حضور الهئ اوځانگړي فضا سره ملگري وي ، اويو ډول هيجان ورسره وي . دا کار په څرگنده توگه په خوبونو کۍ را څرگنديږي. چې  کولي شو په ډاډ سره داسې  فرض کړو چې د هستوونکي  دلرغوني تصور سره رغښت لري . زموږ شاعر هم دخپل تخليق اوهستونۍ له پاره په خوب تکيه کوي اوهغه رنگينه دونيا لکه دبوډۍ ټال چۍ په خوبونو کي يې گوري زموږ مخې ته ږدي وايي راشئ او وگوری دطبعيت ښکلا دانسان د دروني ښکلا سره په تناسب کې، نو وايي : 

تا ښکلا ولې پخوله په اور ؟

بیګاه مې خوب ولیده

ته وایه ښه دې لیده

خوب کې مې ته لیدلې

چې د غمیو  په غونډۍ ناسته وې

له سرو ګلپاڼو دې جامې جوړې وي

پر پښو دې پښو وي د الماسو پڼې

پر سر دې تاج د وړانګو

  په هره وړانګه کې اوه رنګه ښکلا  زرغونه

او په لاسو کې دې دوې بلې ډیوې

خپلې سینې په لور کږې نیولي

د ډیوو کوږ اور باندې

اوږده باڼه تیره وې

زه وایم دا څه کوې؟

مه کوه مه کوه باڼه سوزوی

ته وایې چوپ شه ساده ګله ګله !

ته د ښکلا په انداز څه پوهیږې؟

ته د اوبو په منځ کې

په  بلیدونکي رڼه اور غوندې ناز څه پوهیږې؟

و ساده ګله ګله !

زه مې ښکلا پخوم

زه مې باڼه تیروم

له دې خبرې سره کټ کټ له خندا نه شنه شې

ستا په کټ کټ خندا له خوب ویښ شوم

نو ګرانې ته راته ددغه خوب تعبیر ووایه ؟

تا ښکلا ولې پخوله په اور ؟

تا باڼه ولې تیرول په لمبو؟

 (سید جیلاني جلان)

شاعر نه يوازۍ نړی هستوي . بلکۍ دنړی په  هستولو کۍ دانسان په جوړولو  په خوا کۍ دا هم فکر کوي  چۍ څنگه ښکلا هسته کړي . شاعر دښکلا خالق هم دئ . کومه ښکلا . شاعر په خپل تن اوروان کۍ يوه ښکلا لري . په دۍ برخه کۍ دافلاطون خبره ډيره په زړه پورۍ ده وايي :

يوازې شاعر دى چې خپلې ابداع اوهستونې ته دشور اوشوق  په مرسته  تعالي ورکوي ، اوعملا يو بل طبعيت هستوي . شيان اوپديدي په داسۍ ډول هستوي  چي يا له هغه څه چۍ په طبعيت کۍ دي له هغه نه غوره وي  اويا کاملن نوي اوتازه وي  داسۍ چۍ بڼه  اواشکال يۍ هيڅ نه پيدا کيږي . .. طبعيت هيڅکله ځمکه  داسۍ پر ٽمره اوښيرازه  پوښښ لاندي نه را ښۍ   چۍ بيلابيل شاعران يۍ وځلوي . دطبعيت پخپله   دسپينو دئ  يوازۍ شاعران دي   چۍ طلايي نړۍ ترې جوړوي او مجسموي يې .

 په مینه

محمد اکبر کرګر . لندن

۹ لړم ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *