جلالکوټ ادبی خوځښت خپله یوسلو نهه دیرشمه غونډه د ننګرهار د طلاعاتو او کولتورریاست د ځمکتل په تا لار کې د انورالحق یرغل په ویاندویۍ وکړه. د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو د تلاوت لپاره امرالله څپاند ته بلنه ورکړل شوه،له د تلاوت څخه وروسته عنایت الرحمن فیضان د تیرې اوونۍ رپوټ واوروه وروسته محمد ظاهرعادل خپل کرکتنی وړاندې کړ،چې مطلع یې وه: کله لمن کله باڼه لمدول څه ته وایی د یو مظلوم وپوښته ژړول څه ته وایی انورالحق یرغل اوویل: په دویم مصره داسې راشی ښه ده (د یو مظلوم وپوښتی چې ژړول څه ته وایی)
دویم بیت و: کله زما په ځای شه اوګوره حیران به شئ ته د دنیا ګی په زړه کې ځای جوړول څه ته وایی امرالله څپاند وویل : د اول بیت سره تړاو لري ښه بیت دی ثناالله سلیم وویل : ښه او روان بیت دی زه یې هم تایدوم دریم بیت و: زما چهره زما سترګی یو ورخ ښه اوګوره پوښتنه ونه ګړی چې ستا قتلول څه ته وایی عبدالصبور وطنوال اوویل: دلته په اول مصره کې( زما چهره او زما سترګی) راشی نور هم ښه کیږي. یرغل اوویل : که د چهره په ځای څیره راشي پوره پښتو به شي . سلیم اوویل : که د یو ورځ په ځای (اشنا) راشي نور هم ښه کیږي. عنایت الرحمن فیضان اوویل: زه د سلیم خبره تایدوم. میرویس انتظار اوویل : په دی بیت کې د خپل او پردي توپیر ښودل شوی . څلورم بیت و: دا نن چې یو سبا بل څه او بیا بل څه وایی چې بیا ونه وایی پردي لمسول څه ته وایی سردارمحمدغمجن صافی اوویل : د دی بیت په دویم مصره کې که( دا پردي لمسول) راشي نور هم ښه کیږي. پنځم بیت و: ته لاړ شه اوګوره عادل چې په کوم حال پروت دی بیا به ته پوه شئ چې زړه ماتول څه ته وایی امید حیران اوویل : په منطقي لحاظ ښه برابره ده یرغل اوویل : که مخاطب شي لا به ښه شي لکه (عادل دی په کوم حال پروت دی ) د غزل شاعر محمدظاهرعادل ملګرو مننه وکړه چې پرشعر یې وغږیدل. د تیر په څیر بیا د یو څو شیبو لپاره میرویس انتظار په خپل ښکلی غږ خوځښتوال یې د ترنم په ټال وزنګوه ورسته بيا ازاده مشاعره وشوه،چې امید حیران، امان الله ارمانی،دانش،یادګار تنها،جاوید، ،ثناالله سلیم،میرویس انتظار،سردارمحمدغمجن صافی،فرهاد اختر،محمد ظاهر عادل .همیم کنړی. ، واصف الله ،قمرزمان ،عبدالصبوروطنوال ،همیم کنړی،امرالله څپاند،سکندرسیلاب،جلال یعقوبي،انورالحق یرغل،عنایت الحمن فیضان، خپل شعرونه واورول.. دغونډی ارزونی لپاره د عالی دالمعلمین استاد عبدالصبوروطنوال وبلل شو وطنوال دغسی غونډي د ادب په ډګرکی یو لوی ګام وبله او دایی د ادب مینه والولپاره د زده کړی مرکز وبله راتلونکي غونډې ته ثناالله سلیم د کره کتتې لپاره خپل غزل راوړي.او ادبی درس د راوړلو ژمنه امید حیران وکړه. دا غونډه د ۱۳۹۲ کال د اسد په(۲۵) مه له ماسپښین نه وروسته پیل او ماښام نېږدې د خوځښتوالو له مخه ښې سره پای ته ورسیده.