د اسلامي جمعیت تنظیم چې په تیرو ۱۵کلونو کې يې د حکومت تر اتیا سلنه زیاتې چوکې انحصار کړې دي اوس هم چې ۵۰ سلنه د حکومت شریکان دي لا هڅې کوي چې په حکومت مې له شراکت پرته همهم د دوی ونډه ډېره شي. دوی تول عمر دامتیاز تر لاسه کولو لپاره په هرډول جوړ جاړي کې تر ټولو وړاندې ګام اخلي. د اسلامي جمعیت پخوانيو جوړ جاړیو ته په کتو هیڅ هغه یې دهېواد او ولس په ګټه نه بلکې په زیان پای ته رسیدلی دی. تر ټولو مهمه خبرهدا ده چې د شمال ټلوالې هیڅ ايتلاف او جوړ جاړې تر څو محدودو ورځو زیات دوام نه دی کړ، ځکه د دوی جوړجاړی لنډمهاله، په ملي ګټو نه بلکې پر شخصي غوښتنو متمرکزی دي.

د ۱۳۹۳ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې محمد اشرف غني  ښکاره بریالۍ و، خو د شمال  ټلوالي جنجالونو غني مجبور کړ چې د ملي یووالي په نوم یو شریک حکومت جوړیدوه ته يي غاړه کېږي. د غني په راتګ تر ټولو ستره هیله دا وه چې نوی ولسمشر به وکولای شي دا مسخره مصلحتي، غیرقانوني او مضر چلندونه له منځه یوسي او په بشپړ ډول شایسته سالارۍ ته پام وکړ، خو له بدمرغه غني په دې برخه کې پاتې راغی.

د مصلحتونو په نوم سیاست چې دولت د اشرف غني په مشرۍ، په تېرو۲ کالونو کې چلولی په ډيرو برخو کې يي دولت ته له ناکامیو ، بدنامیو او رسواییو پرته، بله پایله نه ده لرلې. غني د ملي مصلحت تر نوم لاندې غله او ډاکوان پر ملت واکمن کړلاو دا لړۍ دوام لري.

د جمعیت ګوند ډیر غړي چې دا ۱۵ کلونه په سیاست کې لوبیږي افغان ملت ته یې د مضریت څېره ښه بربنډه ده، خو له بده مرغه چې ولسمشر غني ورته هیڅ پام نه کوي او په هيواد کې د مهمو چارو پر ځای یې له جمعیتیانو سره ځان په ډېرو وړو او کمزورو موضوعاتو مصروف کړی دی.

احمد ضیا مسعود چې د ټلوالۍ د سیاسي منتر له مخې له خپلو ملګرو ظاهراَ ځان جلا کړی و او د ټاکنو پرمهال یې په دروغجنه لهجه خپلو ملګرو پسې په حاشیوي توګه خبرې کولې په همدي چل او فریب یې له غني سره ځان دیوې مهمې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره یوزای کړ او نور یې په ټاکنو کې د رایو اندازه دومره کمه ده چې د رایو ورکولو دمعملې له مخې د ولسوال په توګه هم نه ارزیده چې څوکۍ یې ترلاسه کړې وه، خو د ساسي مداري توب له لارې وتوانیده چې په حکومت کې لوی او قوي موقف غوره کړي په داسې حال کې چې اوس د خپلې اصلي دندې په حکومت کې د اصلاحاتو پرځای دنظام او حکومت د ځپلو لپاره د ټلوالي د مقاومت د شورا په جوړیدو بوخت دی.

د جمعیت بله څېره عطا محمد نور چې د ولسمشر محمد اشرف غني تر ټولو سرخته مخالف و او اوس هم په فکري او سیاسي لحاظ له ولسمشر سره یې چندان طبعیت نه لګېږي خو په حکومت کې د یو ښه موقف په لټه کې دی، خو په ظاهري توګه یې خپل یو شمېر ملګري خفه کړي او د ولسمشر لمن یې نیولې ده.

عطا محمد نور د ملي یووالي حکومت له رامنځته کیدو ترننه پورې په دې ډول حکومت نیوکې کولې او ان تر دې چې خپل ملګری او اجراییه ریس عبدالله عبدالله يې تر فشار لاندې رواست او هغه هم یا پوهیزه او یاهم په ناپوهیزه توګه ولسمشر وګواښه او نیوکې یې وکړي.

خو د ډاکتر عبدالله عبدالله ددې نیوکو سره سره عطا محمد نور کراره کېنه ناست او په خپله یې له ولسمشر سره د جمعیت د مشر په توګهمذاکرات پیل کړل او غني ته یې داسې پیغام ورکړ چې نور د عبدالله په کیسه کې نه دی او تر دې وروسته به د ولسمشر هر امر ته غاړه کيږدي. ښاغلي نور ولسمشر ته په دې پیغام ورکولو د هغه زړه خپل کړ او په دې چل او فریب نور وتوانیده چې د ولسمشر زړه لاسته راوړي او دیوې مهمې څوکۍ په ترلاسه کولو به د بلخ ولایت لپاره هم خپل ځای ناستی همدی معرفي کړي.

په همدې تر تیب د جمعیت یو شمېر نور کسان هم په دې هڅه کې دي چې د عبدالله عبدالله پرځای د ولسمشر لمن کلکه کړي او په دې سره په حکومت کې د ډېرو څوکیو په ترلاسه کولو وتوانیږي، ځکه د جمعیت غړي په دې باور دي چې د اجراییه ریاست اړوند ټولې چارې د دوی پورې مربوط دي، خو لازمه بولي چې له ولسمشر څخه هم یو شمېر موقفونو ترلاسه کړي او د حکومت په لویو تصمیم نیولو کې د جمعیت ونډه ډېره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *