هره ډله په خپلو نښو او وسايلو پيژندل کيږي دبيلګې په توګه ډاکټر په چپنه ، ستاتيسکوپ، دفشار په الې او داسې نورو ،نجار په رنده ، اره ،سوټک او داسې نورو ….. او داسې نور په داسې نورو اړوندو توکو پيژندل کيږي سرباز او منصبدار بيا په ځانګړي يونيفورم، ټوپک، خولۍ او داسې نورو، په هيواد کې دلنډ مهالي حکومت په رامنځته کېدو طالبان په خپله مخه ولاړل اړتيا پيدا سوه چې هيواد بايد پوليس ولري تر څو ټولنيز نظم رامنځته کړي پوليس يې پيدا کړل خو ځينې يې دخلکو دخندا وړ وګرځيدل چا به له يونيفورم سره پاج پر سر کړی وو چا به دریشي پر پرتاګه سر بيره اغوستې وه دچا به لمن راوتلې وه او دچا به بيا پايڅه راوتلې وه ، چا به له خپل توپکه بالښت جوړ کړی وو پر بيده به وو،چابه په توپک لوبې کولې، څوک به بيا دوظيفې په وخت کاړي واړي بې نظمه پروت وو چې داهر څه په پوليسي نظام کې جرم دی چې دې کارونو يې خلک خندول، ورو ورو نظم راغی لوستي په خبره پوه سرتيري دپوليسو ليکو ته ولاړل چې د هغو له ډلې يو هم جمعه خان دوستيار دی دوستيارتر لسم ټولګي زده کړې کړي دي شاوخوا درويشت کاله وړاندې دحاجي خالقداد په کور کې زيږېدلی دی دهلمند ولايت دګرمسير اولسوالۍ دشملان دسيمې اصلي اوسېدونکی دی دم ګړۍ په لښکرګاه ښار کې اوسیږي چې دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ دلومړۍ حوزې دقرار ګاه دقوماندان په حيث دنده تر سره کوي ، هميشه بر چپک تيار تړلۍ دندې ته ولاړ وي چې دا يې تر ټولو ښه صفت دی له عامو خلکو سره په ښو اخلاقو ښو الفاظو پوهاوی تر سره کوي، دخلکو ځورونه اختلاس او فساد بيخي نه کوي هغه چې وايي(( پولیس دټولنې خدمتګار دي)) دی دې جملې ته ژمن دی خدای دې همداسې ژمن پاته کړي چې له ژونده يې نور پوليس او منصبداران زده کړه وکړي.

بدلون اوونیزه/ لومړی کال/ ۴۸مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۲/ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *