خبریال: هجرت الله ساحل- د ځاځي اريوب ولسوال عبدالرحمان سوله مل د دې ولايت د والي جمعه خان همدرد دفتر ريس او ساتونکو له خوا ووهل شو.
دغه ولسوال ادعا کوي چې د والي د دفتر ريس حشمت الله يوسفي ورڅخه د۸۰۰۰ اته زره امريکايي ډالرو غوښتنه شوې وه خو د ده له خوا دغه خبره ونه منل شوه او بالاخره ووهل شو.
عبدالرحمن سوله مل له څو مياشو راهيسې د اداري اصلاحاتو د اداري له خوا د ازاد رقابت له لارې د ځاخي اريوب ولسوالۍ ته د ولسوال په توګه ورپيژندل شوی خو د ځايي ادارې له خوا دکار ته ندی پرېښودل شوی او پر ځای یې زوړ ولسوال کار کوي .
نوموړي د پنجشنبې په ورځ، په داسې حال کې چې جامې ېې په وينو لړلې وې، پکتيا پريس کلب ته راغی او د پيښې په اړه یې له خبريالانو سره معلومات شريک کړل .
د والي وياند روح الله سمون په دې اړه رسنيو ته وويل چې د رشوت اخيستنې مسله يوازې يو تور دی چې د ولايت په مقام پورې شوی دی اوزياتوي چې ولسوال سوله مل د ولسوالۍ وړتيا نه لري او د اداري اصلاحاتو له خوا په واسطو بريالی شوی دی .
Di wali wayand ta:
Tasi di wali wayand yast aw ka di eslahato edari mashar? Ka tasi po wolaswal shak larai no bia wali eslahato edari ta shikayat na kawi chi khalaq wahi aw beezata kawi.
Ka tata ham khalaq wowayai chi asi ham po waseta wayand yast aw ahliat yee na lari no bia? ta kho po rekhtia ham ahliat na larai chi di wali wayand yee aw bia dasi khabara kawi.