هجرت الله ساحل خبریال: د پکتيا ولايت مرکز ګرديز کې نن / دوشنبه/  د دې ولايت والي جمعه خان همدرد په ضد او پلوی لاريونونه وشول.

دلاريون کوو نکو لومړۍ ډله ،چې شمير ېې د۷۰ په شاوخوا کې وو په والي تور لګاوه ،چې په فسادښکيل،دبيارغونې کارونه ېې له خنډ سره مخ کړي ،او دقومونو او ډلو تر منځ بې اتفاقۍ ته لمن وهي.

د دې لاريون يو تن تنظيمونکی نور احمد رښتيا وال وايي :مونږ نو ر په پکتيا کې جمعه خان همدر نشو زغملای ،مونږ څه وخته راهيسي له ده سره په خبرو بوخت وو، چې زمونږ غوښتنې ومني ،نوموړي ددوی غوښتنې ونه منې او بلاخره مو په لاريون لاس پورې کړ.

دد لاريون وروسته دوالي جمعه خان همدر ملاتړو ،چې شمېر ېې سلګونو ته رسيده دده په پلوي لاريون وکړ،

دپکتيا ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي چې په والي پلوه لاريون کې برخه لرله وويل:دغه کسان ،چې دوالي په ضد ېې لاريون کړی ،دوی دپرديو غلامان دي، شخصي ګټې لري،دوی دجميعت او دعوت ګوندونو غړي دي او نه غواړي ،چې پکتياوال سره يو شي .

والي پلوه لاريون کونکو داستاد رباني او استاد سياف عسکونو باندې خطونه کش کړي وو له ځان سره لېږدول.

دالومړی ځل دی ،چې په پکتيا کې دوالي په ضد او تايد لاريونونه کيږي ،پکتيا وال انديښمن دي که ،چېرې د داډول لاريونونومخه ونه نيول شي او يا هم پراخ شي نو له يوې خوا دپکتيا حيثيت ته صدمه ورسيږي او له بلې خوا به ددې ولايت په بيلابيلو چارو منفي اغيزه وکړي.  

5 thoughts on “د جمعه خان همدرد پر خلاف او ملاتړ مظاهرې وشوې”
  1. چې عام خلک پخپله جنایتکارو تنظیمونو ته رول ورکوي او مړه راژوندي کوي بیا نو ګرانه ده چې تنظیمونه په یوازې توګه د افغانستان د ورانۍ لامل وګڼو.

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته!
    دا چې پښتانه تربګني ته شنه زمريان دي شک نشته، مګر زما پوښتنه دا ده، چې په عکس کې يو پولس له کلاشینکوف سره هم درېدلی دی، نو پوښتنه دا ده، چې يو پوليس په دې بڼه په تظاهراتو کې د ګډون حق لري او که خپلې عسکري يونفورم او مسلک ته سپکاوی کوي!!! نو داسې پېښې هم يواځې په افغانانو کې پېښېدلی شي، نو خدای دې ورته هدايت وکړي.

    معه سلاموکم الاهلول شروالفساد
    ملا ميوند آخوند

  3. درنو هیواد والو نور ورانکارو ، جنایتکارانو د ای اس ای مزدورانو او د پردیو غلامانو ته موقع مه ورکوی چی د جمعیت اسلامی ، دعوت بی اتفاقی او….. په نوم د افغانستان د ورونو ملیتونو او ولسونو تر منځ بی اتفاقی واچی او دوی بیا پر خلکو سیاسی تجارت وکړی. والی که هرڅوک دی باید ستاسو خدمت کی وی او تاسو له هغوی نه ملاتړ وکړی جناب والی صاحب هم باید ستاسو غوښتنو ته ځواب ووایی اما دا به په دی معنی نه وی چی هره غوښتنه دی ومنل شی هغه چی د ولس په ګټه او اصلاح وی باید واوریدل شی. په ګډوډیو کی صرف د هیواد د دښمنانو او د پردیو د مزدورانو ګټه ده . سبا به ټول پښیمانه وی او پښیمانی خو بیا سود او ګټه نه لری. درنو پکتیاوالو له دقت او هوښیاری نه کار واخلی زما تشویش په دی کی ده چی ورانه به یی کړی او جوړه به یی نه کړی او له باران نه به پاڅی او تر ناوی لاندی به کښینی. بیا به لکه مچان په سر وی او هیڅ به په لاس نه درځی.

  4. ددی لپاره چه مونږ نه چا مدحه کړی او نه هجوه باید د حقیقت لاره خپله کړو جمعه خان همدرد که دبیا رغونی په کارونو کی خپلی ګټی څاری خو د پښتون ولس شمله هم دی اګرچه زمونږ و لسوالی سرک یی دوکیلانو ددوو نمرو قربانی کړیدی خو د نورو ملتونو لپاره یی باید سر ټیټ نکړو د پکتیا ولس ته پکار دی چه نو د ښایسته جان احدی په دروغجنه لهجه اوداسی فریب کارانه عملونو ونه غولیږی یو څه وخت کیږی چه والی ورسره بدشویدی ددی لپاره چه خپلی سهوی ترمیم کړی د مظاهروتر سرحده ځان ورسوو زه په دی هم شکمن یم چه دا دواړه مظاهری به ښایسته جان جوړی کړی وی .
    په پکتیا کی چه ترڅو احدی ،نواب منګل ،جنتی منګل ژوندی وی دپکتیاوالوبه د غلامی تارپه غاړه کی وی اوله بلی خوا زمونږ د ولس څخه هم چندان ښاغلی نه پارلمان ته تللی دی او نه ولایتی شورا ته بدون دوکیل مالک څخه راځی ددی په ځای چه جمعه خان همدرد یا ستایو اویا یی تخریبوو خپل ولس دی ته وهڅوو چه نوره بی علمه ولس زختی،په یو لک افغانیو خرڅ کسان وکیلان نشی حق حقدار ته ورسیږی که زمونږ ولس نمایندګان عاقلان خلک وی نو بیا مظاهروته ضرورت نشته والیان به خبری قربان په کلیماتو بدرګه کوی او حق به ورته سپاری

  5. ددی لپاره چه مونږ نه چا مدحه کړی او نه هجوه باید د حقیقت لاره خپله کړو جمعه خان همدرد که دبیا رغونی په کارونو کی خپلی ګټی څاری خو د پښتون ولس شمله هم دی اګرچه زمونږ و لسوالی سرک یی دوکیلانو ددوو نمرو قربانی کړیدی خو د نورو ملتونو لپاره یی باید سر ټیټ نکړو د پکتیا ولس ته پکار دی چه نو د ښایسته جان احدی په دروغجنه لهجه اوداسی فریب کارانه عملونو ونه غولیږی یو څه وخت کیږی چه والی ورسره بدشویدی ددی لپاره چه خپلی سهوی ترمیم کړی د مظاهروتر سرحده ځان ورسوو زه په دی هم شکمن یم چه دا دواړه مظاهری به ښایسته جان جوړی کړی وی .
    په پکتیا کی چه ترڅو احدی ،نواب منګل ،جنتی منګل ژوندی وی دپکتیاوالوبه د غلامی تارپه غاړه کی وی اوله بلی خوا زمونږ د ولس څخه هم چندان ښاغلی نه پارلمان ته تللی دی او نه ولایتی شورا ته بدون دوکیل مالک څخه راځی ددی په ځای چه جمعه خان همدرد یا ستایو اویا یی تخریبوو خپل ولس دی ته وهڅوو چه نوره بی علمه ولس زختی،په یو لک افغانیو خرڅ کسان وکیلان نشی حق حقدار ته ورسیږی که زمونږ ولس نمایندګان عاقلان خلک وی نو بیا مظاهروته ضرورت نشته والیان به خبری قربان په کلیماتو بدرګه کوی او حق به ورته سپاری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *