په جلال اباد کې د کمپيوټر ساینس اکاډیمي د سعودي په پیسو تاسیس شوې وه خو د ځینو مشکلاتو له امله یاده اکاډمي وتړل شوه او د اووه سوه زره ډالرو عواید یې د استاد شفیق الله امین سره پاتې شوې. کله چې د اوسني نظام په راتګ د پاکستاني استخباراتو لخوا جمعیت اصلاح ته دنده وسپارل شوه چې باید په نظام کې ځان ځای کړي او د تفسیر او حدیث د درسونو په وسیله ځوان قشر پر ځان راټول کړي تر څو وروسته بیا د جمعیت اصلاح له منځ څخه د سیاسي بهیر لپاره راټوکېدلې جماعت اصلاح په افغانستان وتپل شي نو دوی له شفیق الله امین څخه وغوښتل چې هغه اووه سوه زره ډالر دوی ته د امانت په توګه ورکړي تر څو سلام د لوړو زده کړو موسسه تاسیس کړل شي. شفیق الله امین له سعودي سره تماس کې شو چې دغه پیسو لپاره یې بل ؛اسلامي؛ بنسټ تاسیس کول په نظر کې دي، سعودي هم ورسره ومنله. خو په جمعیت اصلاح کې دننه د اسماعیل لبیب بلخي او عبدالصبور فخري چې د پنچشېر ولایت دی له دغه وخت څخه د فریب او دوکې په تکل کې شو.

دوي غوښتل چې په سلام پوهنتون کې د جمعیت اصلاح نظریه چې په اصل کې یوه افراطي او متشدده اسلامي نظرېه ده پلي کړي او هم د پاکستان د جماعت اسلامي د اجنډا پرمخ وړلو لپاره لار هواره شي. د سلام پوهنتون د جوړیدو لپاره، د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا غړي هر یو : دکتور فضل هادي وزین، دکتور مصباح الله، دکتور رفیع الله عطاء، دکتور لبیب بلخي، او دکتور عبدالباقي امین لخوا د سلام لپاره جواز واخیستل شو خو دکتور شفیق امین نوم اصلاً له جواز څخه وویستل شو او نه هم هغه د دولت سره په ثبت اسنادو کې ونومول شو. استاد امین د ځینو شرایطو په لرلو سره د پوهنتون د مرکزي کتلې په حیث وټاکل شول او د علمي مرستیال په توګه يې دنده پیل کړه.

پورته یاد استاذان چې مخکې په اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون کې استاذان وو، له هغه ځای راوغوښتل شول او په سلام پوهنتون کې ځای پرځای شول. په تدریجي ډول جمعیت اصلاح د سلام پوهنتون څخه د خپلي دعوتي مرکز په توګه کار اخیستل پيل کړل. استاد شفیق امین چې کله له دوی سره اختلاف وکړ نو هغه په پیښور کې وو چې دلته له پوهنتون څخه “وویستل” شو او استاد امین له خپلې دندې ګوښه کړل شو.

شفیق الله امین چې کله بېرته راغې او لدې کار څخه خبر شو نو له جمعیت اصلاح سره یې جرګې پیل کړې خو نتیجه یې ځکه صفر وه چې د هغه نوم اصلاً د پوهنتون اسنادو کې وجود نه درلود. استاد امین لدې ظلم نه پس په کابل ارزان قیمت کې د مستقبل په نوم بل پوهنتون جوړ کړ. جمعیت اصلاح یې “پریښوده” او دا ورته ثابته شوه چې دا یو مغرضه، خپل منوونکی پټ هدفې سیاسي تنظیم دی !!

مونږ چې وایو جمعیت اصلاح افراطي ډله ده پدې نه ده چې دوی په ښکاره افراط ګرا دي بلکه ځکه ده چې دوی هغه مهال افراط ګرايي کوي کله چې یې ترې تمه نه کیږي. دا سلام پوهنتون دی چې د عقیب الله محتاط په څېر داعشي استادان پکې د افغان ملت لوڼو ته د افغانستان د نظام پر ضد پروپاګند کوي. د سلام پوهنتون د اقتصاد، کمپيوټر ساینس او تجارت پوهنځي دي چې د پاکستاني استادانو او مامورینو په ولکه کې دي حال دا چې افغان کدرونه بې دندی پاتې کیږي. دغه استادان نوي نسل ته داسې درس ورکوي ګوندی افغانستان یو جعلي نوم دی او پاکستان بیا د اسلام قلعه ده چې باید یې ساتنه وشي.

نور په بله برخه کې

——————————

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضرور نه دی.

One thought on “د جمعیت اصلاح د سلام پوهنتون حقیقت/ مزمل حکیمي”
  1. دا ليکنه هيڅ حقيقت نلری وروره ددی لیکنی پر ځای دچی داسی یوه موضوع لیکلی وی چی زمونږ په علم او پوهه کی زیاتوالی راغلی وی
    تاسو په داسی موضوعګانو څوک نه شئ دوکه کولی
    اوس ځوانانو تعلیم ته مخه کړی په اسلامی افکارو پوه شول اوس تاسو د پوهنتونو د بدنامولو پسی راواخيسته اوله ورځ مو ننګرهار اسلامی پوهنتون په بدو الفاظو یاد کړ بیا مو الفلاح د لوړو زده کړو موسسه بدنامه کړه اوس مو سلام پوهنتون ته شروع وکړه چی سبا به د کوم پوهنتون وار وی…
    داعش طالب جمیعت اصلاح او نور تنظیمونه ځان ځان ته خپل اهداف لری هغوی هم د چا لخوا سپورټ کیږی اوتاسی هم د چا ملاتړ خامخا لرئ
    خو بیا هم له تاسو ډیره مننه چی مخکی مو ښی علمي موضوعګانی نشرولی اوس د هم الله جل جلاله دتوفیق درکړی
    الله د مونږ ټول د تضاد څخه وساتی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *