د جمعيت اصلاح لخوا په جلال اباد کې کوچنۍ صدقه ستر اجر تر سليک لاندې  بيوزلو ته د مرستې راټولولوکمپاين پيليزه غونډه

 د جمعيت اصلاح افغانستان  تر سيوري لاندې هر کال د رمضان مياشت کې د غريبو او بې وزله کورنيو د لاس نيوي په موخه يو لړ خيريه پروګرامونه سرته رسيږي چې له يوه پلوه د غريبو او بې وزله کورنيو سره مرسته او له بل پلوه د خير په کارونو کې د ولس راشريکول دي.  په همدې لړ کې دادې د ۱۳۹۲ هجري لمريز کال يا ۱۴۳۴ هجري سپوږميز کال د رمضان المبارک د سپيڅلې مياشت په وياړ د ]کوچنۍ صدقه ، ستر اجر [ تر سرليک لاندې د دروژه ماتي (افطار الصايم) دغذایي موادو دویش پروګرام په داسې حال کې پیلیږي چې نیژدې یوه اونۍ وړاندې  د مرستو راټولول د کمپونوله لارې د شتمنو هيوادوالو څخه د جلال آباد ښار اړوندو مهمو جامع مسجدونو اوله عامو تجارانو څخه شوي وه.

 

موضوع:       کوچنۍ صدقه ستر اجر دغذايي موادو دویش پروګرام

ګډون کوونکي:    درې سوه اوپنځوس بیوزله کورنۍ اویوشمیرلوړ پوړي چارواکي.

ځای:         کابل اډې ته څیرمه،عبدالحق مینی عمومی سرک دجمعیت اصلاح سیمیز دفتر

وخت:         سهار۰۰:۰۸) بجې، يکشنبه د سرطان (چنګاښ) ۲۳ ، ۱۳۹۲. درمضان المبارک  پنځمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *