1. تاند- په سمنګان ولایت کې د والي پرضد مظاهرو کې، چې ویل کېږي د جمعیت او جنبش ترمنځ له اختلافاتو او راتلونکو انتخاباتو سره تړاو لري، دوه تنه ووژل شول. دا په روان دسمبر کې د والي خیرالله انوش پرضد دوهمه مظاهره ده.

د سمنګان والي خیرالله انوش د جنرال دوستم په ملي اسلامي جنبش پوري اړوند دی خو د ده پر خلاف د مظاهرې پاروونکی د ولایتي شورا رييس محمد اصف عظیمي د جمعیت ګوند پلوی دی.

په مظاهره کې نن سهار دوه تنه هغه مهال ووژل شول چې مظاهره چیانو هڅه وکړه د ولایت ودانۍ ته ننوځي. امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د هجوم مخه ونیوله.

د سمنګان امنیه قومندان ویلي چې مظاهره چیان په وسلو سمبال ول او وروسته له دې چې پر پولیسو یې ډزې وکړې ، پولیسو ځوابي ډزې پرې وکړې.

د ولایتي شورا رييس محمد اصف عظیمي، چې پخوا په مشرانو جرګه کې د سمنګان استازی و، وايي، تر هغو به مظاهرو ته دوام ورکړي چې والي له دندې لېرې شوی نه وي.

د سمنګان اوسېدونکي وايي چې مظاهرې پر واک د دوو ګوندونو ترمنځ د سیالۍ پر سر راولاړې شوي دي خو ځیني بیا دا وايي، انتخابات رانژدې کېدونکي دي او جمعیت اسلامي د بلخ د والي په مرسته هڅه کوي چې د سمنګان د اوسني والي ځای د جمعیت یو غړی ونیسي.

2 thoughts on “د جمعیت او جنبش سیالیو په سمنګان کې مظاهره پارلولې”
  1. په سمنګانو ولایت کی ننی خونزی لاریون چی مرګ ژوبله یی واړوله ترشایی دلوړپوړودولتی چارواکو لاس دی له کله چی جنرال دوستم داشرف غنی په پلوی دشمالی ټلوالی څخه خپله لاره بدله کړه دایوازی دایبکو ښار ندی چی پکی دجنبش دپلویانو پرضد توطیه کیږی بلکه به خپله دمزار شریف په ښار کی پانګه وال ازبکان خپل خطر وینی اوڅوتنه یی تښتول شوی یاهم هره ورځ دعطامحمد نوردوسله والو له خوا ګواښل کیږی همدارنګه په تخار ولایت کی هم دشمالی ټلوالی له خوا ازبک مشرانوته هره ورځ دسیسی جوړیږی خوترکومه ځایه چی لیدل کیږی پرته له سمنګانو ولایت څخه په بل ځای کی بیا ازبکان پرته له پښتنو په نورو قومونوبرلاسی دی اوشمالی ټلواله په تیره بیا دبلخ والی لدی ویری څخه چی ګنی اشرف غنی احمدزی په راتلونکو ټاکنو کی بریالی نشی نوپه یو ډول نه یو ډول خنډونه جوړوی چی ښه بیلګه یی همدغه دسمنګانو لاریون دی چی په تاوتریخوالی واوښت

  2. مظاهره د قانون له مخی سوله آمیزه وی او مخکی دولت ته خبر ورکړل شوی وی چی څومره کسان او په کومه ورځ د کوم مقصد لپاره دوی مظاهره کوی. داخو مظاهره نه بلکه بلوا یا شورش دی او حتی یورش یا حمله ورته ویلی شو. چی مسوولین یی باید تر جدی پوښتنی لاندی ونیول شی. د لوړپوړو کسانو مقرری د دولت له خوا تر سره کیږی او که دوی په خپل کار کی بریالی نه وی ، خلک خپل نظر او وړاندیز ونه دولت ته سپاری او دولت د شرایطو په ارزونی سره خپل تصمیم نیسی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *