تاند- په داسې حال کې چې عبدالله عبدالله ځان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړی او قانوني د حنیف اتمر مرستیال کاندید دی، د دوی پټې ناستې د ډېرو لپاره پوښتنې پیدا کړي دي.

د اجرايي رييس عبدالله عبدالله، یونس قانوني، اسماعیل خان، صلاح الدین رباني، عطامحمد نور، حفیظ منصور او د نظار شورا د یو شمېر نورو غړیو د غونډې عکس په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو خلکو لپاره پوښتنې پیدا کړي دي.

ډېرو ته پوښتنه په دې خاطر ده چې د دې کسانو انتخاباتي ټیمونه جلا دي خو غونډه یې یوځای ده.

د دوی شکونه په دې خاطر هم زیات شوي چې تر دې پخوا د یونس قانوني د یوې وینا اډیو (ږغ) افشا شوی و چې په هغه کې یې ویلي و چې اصلي کاندید یې احمدولي مسعود دی.

په دې غونډه کې د قانوني ګډون د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کاندید حنیف اتمر سره د نوموړي پر وفادارۍ شکونه لا زیات کړي دي. (د قانوني خبرې)

5 thoughts on “د جمعیت د مشرانو غونډې پوښتنې راولاړې کړي”
  1. په دغه هاغه دغو جلسو هیڅ نه کیږی، افغانان د دوی په کړونو اوس پوه شویدی او نړیوال هم د دوی په دغه ډرامه یزو او ځان ښودلو جلسو اوس پوه شویدی.

    جمعیت تنظیم او هم نور پخوانی تنظیمونه اوس بیخی له مینځه تللی دی، دغه تنظیمونه نه افغانان پیژنی او نه یی نړیوال پیژنی

    دغه ډول جلسی د حکومت ، خلکو او نړیوالو دتیروتنی په خاطر دوی کوی، خو دوی خبر نه دی چه په دغه ځان ښودنه په دنیا کی هیڅوک نشی تیرایستلای

    فقط او فقط دوی خپل وخت ضایع کوی او هم خپل ځان غولوی

    والسلام

  2. AFTER LOYEE JERGA THEY ARE WORRY ABOUT SELF.
    THEY DON,T HAVE CHANCE IN ELECTION,IF PEACE COME TO THE COUNTRY.
    PEOPLES&JUSTICE MUST CALCULATE WITH EVERY ONE OF MILLIONAIRE.
    EVERY ONE HAVE CASES OF CORRUPTION.
    JUSTICE MUST BE FOR ALL NOT ONLY FOR DOCTOR M.USEFF NORISTANY
    THANK YOU

  3. د دوی اصلي ټیم سقاویزم دی، هسې یې چل جوړ کړی تیت و پرک شوي لکه قماربازان اتمر کې خولۍ ایښې ده، بل کې څادر، بل کې یې واسکټ… سقویان نه په افغانستان باور لري د هیواد په حیث، نه ورته وفاداره دي، هدف یې د افغانستان لوټل دي د دولت له لارې که دولت منګولو ته یې برابر نشو بیایې کار د دولت سقوطول و ورانول غوبل جوړول

  4. دا د ملي امنیت او ټولو وطندوستو افغانانو دنده ده چې د جمعیت او کرزي د شومو پلانونو نه خپل ځانونه ، دولت او ټول وطندوسته هېوادوال خبر کړي.
    دوي یوځل د امان الله خان نوی او ځوان دولت رانسکور اود لومړۍ سقوې په نتیجه کې د هېواد اردو منحله ، ښوونځي وتړل شول او ټول مترقي پلانونه ودرول شول.
    د دوکتور نجیب الله پرضد د جمعیتیانو کودتا چې د پنجابیانو ، روسانو او د هغوي د بړېڅو په مرسته تر سره شوه ، د دوهم ځل لپاره سقاویان قدرت ته ورسول. دوي هم د خپل نیکه په شان ملي اردو منحله کړه، ښوونځي وتړل شول ، د کابل ښار په کنډواله بدل شو او هېوادوال مهاجرت او کډوالۍ ته اړ کړل شول. له پښتنو ، هزاره ګانو او ازبکانو سره یې تاجیکان په جنګ واچول.
    که خدای نخواسته د دریم ځل لپاره جمعیتیان اوسقویان بریالی شول ، پایلې به یې هېواد او ولس ته تر ټولو ډېر خطرناکې وي . دوي به د روس ، پنجاب او ایران په مرسته خپل شوم اهداف او د ګران هېواد تجزیې ته لاره پرانیزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *