تاند- د جمعیت ګوند مشرانو نن /دوشنبه/ د مارشال محمد قسیم فهیم په کور کې پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې غړی یونس قانوني دې د مرحوم فیهم پر ځای د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه ونومول شي.
ویل شوي چې دا پرېکړه د جمعیت او شورای نظار د مشرانو په غونډه کې وشوه.
تر دې مخکې ویل شوي و چې ولسمشر کرزی د څلورو جمعیتیانو؛ دفاع وزیر بسم الله محمدي، یونس قانوني، د بلخ والي عطا محمد نور او د سولې د عالي شورا ريیس صلاح الدین رباني له منځه یو تن د مارشال فهیم ځای ناستی نوموي او ولسي جرګې ته یې د تایید لپاره معرفي کړي.
خو د جمعیت ګوند د مشرانو په نننۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې یونس قانوني ته دې دا چوکۍ ورکړای شي.
جمعیتي مشرانو ښايي دوی دې ته په پام سره چې درې نور، یعني ښاغلیو محمدي، رباني او عطا نور مهمې چوکۍ لري، غوره ګڼلې وي چې په اوسیو حساسو شرایطو کې، چې جمعیت د ولسمشرۍ لپاره کاندید هم لري، یو داسي کس مرستیال ولسمشر کړي چې عملاً د هیواد په اجرايي چارو کې ونډه نه لري.
یونس قانوني د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم کلک ملاتړی دی او د نوموړي لپاره هلې ځلې کوي. ده د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړۍ دوره کې د حامد کرزي په وړاندې ځان کاندید کړی و خو شاوخوا شپاړس فیصده رایې یې ترلاسه کړای شوې.
د جمعیت ګوند یوې سرچینې تاند ته وویل چې دا ګوند به سبا /سې شنبه/ ولسمشر کرزي ته د یونس قانوني نوم ورکړي چې د مارشال فهیم پر ځای یې د خپل لومړی مرستیال په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړي.
سرچینې وویل چې ولسمشر کرزي مخکې جمعیت ګوند ته ویلي و چې یو تن د فهیم د ځای ناستي په توګه ورمعرفي کړي.
تر دې مخکې کرزي د مجاهدینو له مشرانو سره سلا مشوره کړې وه. ارګ پر کرزي نفوذ لرونکو عناصرو ته د مجاهدینو مشران وايي.