سیدي
ښځه څوک ده؟
ښځه څوک ده ؟ د هغې شعري ټولګې نوم دی، چې په دې وروستیو کې د هېواد د پېژندل شوې سیاسي او ژورنالیستي څېرې او د افغان ښځې غږ راډیو او د ملالۍ مجلې موسسې آغلې جمیلې مجاهد له خوا لیکل شوې او چاپ شوې.
کتاب په منځواله کچه د نوموړې په مالي لګښت په (۱۱۷) مخونو کې چاپ شوی، لومړی تقریظ پرې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشرې څېړنپوه ثریا پوپل لیکلی، چې د آغلې مجاهد قلمي وړتیا او د ښځمنو ستونزو د رابرسېره کولو په اړه يې د نوموړې جرئت او علمیت ستایلی، ورپسې دویم تقریظ خوږ ژبې سندرغاړې، شاعرې او لیکوالې آغلې ښاپیرۍ نغمې لیکلی، چې هغې هم د ښځمنو د ستونزو په اړه د دې جرئت او قلمي وړتیا ستایلې او له نوموړې څخه يې د دې ته ورته کارونو د ترسره هیله څرګنده کړې ده او بالاخره د هغې پسې د آغلې لیکوالې د سرخبرې دي، چې په کې د هېواد د ستونزو، ناخوالو، د زمانې څپېړو د ځینو نارینه وو ��اخوالو او تیریو، د ښځو مظلومیت او بې وسۍ په اړه خبرې شوي او بیا له ډالۍ وروسته يې د خپل اوږده ژوند هغه ترخې تجربې او ناخوالې بیان کړي، چې په اورېدلو او لوستلو يې په رښتینې معنا ویښ ضمیرونه دردېږي او د زمانې جبر ته په ګونډو کېږي.
ښځه څوک ده؟ کتاب د شعرونو، نثرونو او خاطرو یوه ګډه ټولګه ده، چې د لومړي مخ پر ټنډه يې(لومړی ټوک) لیکل شوی او دا خبره په خپله د دې ګواهي لي، چې کتاب نورې برخې او یا نور ټوکونه هم لري، چې که د خدای رضا وه؛ نو په ګانده کې به د نورو داسې شعرونو او خوندورو نثرونو د لوستلو شاهدان اوسو.
د کتاب منځپانګه له اره پر جنډر او ښځمنو ستونزو او ناخوالو باندې څرخي او د داسې ترخو حقایقو او ناویل شویو خبرو څخه پرده پورته کوي، چې تر دې دمه يې یا چا د ویلو جرئت نه دی کړی او یا يې هم د زمانې د څپېړو له امله خبره په ستوني کې زندۍ شوې ده؛ خو آغلې جمیلې مجاهد په ډېرې زړه ورتیا او ورکړل شوي اخلاقي جرئت له مخې دا کار کړی او په ګانده کې به هم د خپلو ځپل شویو او شړل شویو خویندو دا اواز اوچت کاندي.
په هر حال! کتاب دا او دې ته ورته نورې دردمنې، ځپلې او د ټولنې له ناخوالو څخه ډکې خبرې او څېړنې لري، چې لوستل يې ټولو په ځانګړي توګه ښځمنو ته اړین دی، نور نو ستاسې او کتاب ترمنځ نه دېوال کېږم دا تاسې او دا هم ښځو څوک ده؟
سیدنظیم سیدي
ښځه څوک ده؟
لومړی ټوك |
د كتاب مشخصات
د كتاب نوم: ښځه څوک ده؟
ليكواله: جمیله ” مجاهد “
د کتاب لړۍ: لومړی ټوك
خپروونکی: مجاهد
د چاپ كال: 1392
چاپ شمير: 1000 ټوكه
کمپوز او اهتمام: حیات الله ” حلیم “
ديزاين: نقيب الله “همت وردګ”
چاپ: بهير چاپ خونه
ISBN لمبر: 1-0067-1-9936-978
د اړيكو شميره: جمیله ” مجاهد “: 0700275089
P.O.Box No:32 kabul Afghanistan
Official e-mail: [email protected]
Website: www.vawr.org
د دې کتاب په اړه
د بشرې ټولنې ددوو سره نه جلا کېدونکو اجزاوو په توګه ښځینه او نارینه یو دبل ستر ٬پرده او لباس دي .که ښځه نه وي ٬نارینه نشته او نارینه نه وي ښځه نشته . په دې معنا چې دواړه یو دبل مکمل دي او په یواځې توګه یوهم د ټولنیز ژوندانه ددرانه پیټي د وړلو وس نلري .
ښځه اونرهریوانسان دی ٬چې له یو ډول بشري خټې او خمیرې څخه را پیدا شوي دي او په دې برخه کې یو په پل برتري نلري ٬ بلکه یو پر بل باندې یې برتري او تفاضل په تقوا ٬ د علم او نېکو اخلاقو په درلودلو ٬دانساني استعداد په رشد او داسې نورو مسایلو کې ده . د همدې ګډ انساني عنصر ددرلودلو له امله نارینه ته والد او ښځې ته والده ویل شوې او په قرانکریم کې دواړه یو ډول ٬ د لويي او درناوي وړ ګڼل شوي او دواړو ته ددرناوي او نیکۍ کولو د هڅونې لپاره ډیرې سپارښتنې شوې دي ٬چې د انسان د اصل او د هغه د خلقت ښکارندوی دي .
کوم کتاب چې آغلې میرمن جمیلې مجاهد د (ښځه څوک ده ؟) ترسر لیک لاندې لیکلی د نوموړې د فکر ٬احساس او ټولنیز درد استازیتوب کوي او په بیلا بیلو مناسبتونو کې د ښځو د حقوقودیوې مدافع اوفعالې په توګه د هغې د ویناوو او خطابو محصول دی .
د آغلې مجاهد احساس او فکر د قدر وړ دی خدای د وکړي چې ټولې لیکنې یې زموږ د ټولنې په اصلاح او سمون کې اغېزناکې او ګټورې تمامې شي او د یو رو ښانه ٬ځلاند ه او نیکمرغه سبا زېری ورکاندي .زه اغلې جمیلې مجاهد ته ددغه کتاب د چا پ مبارکي وایم او په را تلونکي کې نوموړې ته د لوی خدای ج له درباره د لاښو لیکنو د استعداد د غوړېدو هیله کوم .
په درنښت
څېړنپوه ثریا پوپل
د افغانستان د علومو اکاډمۍ رییسه
تقریظ
« ښځه څوک ده ؟ » په افغانو ښځود ناخوالو او تاوتریخوالیو د اعمال یو لیکل شوی کتاب دی ٬چې چاپ یې په خپل وارسره د کتاب لیکوالې ګرانې او قهرمانې خور جمیلې مجاهد ٬ د هغه درنې کورنۍ او د شعر او ادب ټولو مینه والو ته د زړه له کومي مبارکي وایم .
ښکاره ده دغه زیار او فعالیت چې زموږ خور جمیلې مجاهد د ښځو د پوهاوي لپاره ترسره کړی ٬ ساری یې په هېواد کې نه لېدل کیږي ځکه نوموړی کتاب په رښتیا هم په ښځو د تاو تریخوالیو هغه هنداره ده چې هرڅه له ورایه پکې لیدل کیږي او لوستل کیږي .
په هرصورت د ښځو په برخه کې د هغې دا هلې ځلې په رښتیا هم چې دستاینې وړ دي د هرچا په زړه کې ځای لري اوهیڅ افغان او افغانه ښځه به د هغې دا هلې ځلې او اتلولی له یاده و نه باسي .
سربیره پردې د ښځو په ملاتړ دجمیلې مجاهد د نورو هلو ځلو او فعالیتونوڅرګنده بیلګه په هېواد کې د ښځینه را دیو ایجاد دی چې دې رادیو دلومړي ځل لپاره دهېواد په تاریخ کې دښځو د پوهاوي لپاره په خپرونو پیل وکړ٬همدا راز د ملالۍ مجلې چا پیدل دهغې بل نوښت و چې د ښځو په ګټه یې تر سره کړ او د پورتنیو فعالیتونو ترڅنګ یې په افغانستان د ښځینه رادیوګانو د انجمن را منځ ته کېدل هم په خپل وار سره د ستاینې وړ دي .
زه هم خپلو هېوادوالو او د افغانستان قهرمانو ښځو ته وعده ورکوم چې ددې کتاب (ښځه څوک ده ؟) څو شعرونه به د موسیقی په چوکات کې خپلو ګرانو هېواد والو ته زمزمه کوم
په درنښت ښاپیرۍ ( نغمه )
د لوی او بښونکي خدای په نامه
دشعراوادبي طرحولیکل یوه خاصه فطري قریحه او د الله ج پیرزوینه غواړي او هغه چاته چې د الله پاک خوښه شي په دې لاره یې روانوي ٬خو ځیني کسان بیا شته چې نه شاعر وي نه ادیب او نه لیکوال خو دادب په خوږه نړۍ کې ژوند خوند ورکوي او مینه لري چې کله ناکله د موزونو کلماتوپه بڼه د سپین کاغذ پر مخ یو څه انځور کړي او یو وخت وګوري چې یو ناڅاپه یې د کلماتو وزن او قافیه سره سم او برابر شي او متوجه شي چې لیکل شوو موزونو کلماتو یې یو مفهوم او معنا ځان ته غوره کړې ده نو بیا دې ته وهڅیږي چې نور څه هم ولیکي او خپل پخواني یاداشتونه سره منظم او منسجم کړي او ورو ٬ورو یې په زړه کې ددې مینه هم پیدا شي چې هغه د کتاب په بڼه راټول کړي.
له داسې کسانو نه یوه هم زه یم چې نه شاعره یم ٬ نه لیکواله او نه مې په ذهن کې کله دشعر ویلو یا کومې بلې نثري لیکنې تصور د تصویر بڼه خپله کړی ٬ خوتل به مې دا هڅه کوله چې د شاعرانو لیکوالانو او د ادب دنړۍ د لارویانو په کاروان پسې ورلنډه شم . که رښتیا ووایم لا کوچنۍ او د ښونځي زده کوونکې وم چې ګوډې ماتې لیکنې به مې کولې خو په اهمیت یې نه پوهېدم او کله به چې زما کومه لیکنه په ورځپاڼو مجلواو یا کومه بله رسنۍ کې خپره شوه نو لومړی به وویریدم چې څوک را باندې نیوکه ونه کړي خو بیا به مې هم زړه نا زړه خپلو لیکنو ته ادامه ورکړه او ښه مې په یاد شي چې ما شعرونه ٬ ادبي طرحې اونورې لیکنې په خپلې یوې سرې کتابچې کې لیکلې وې ما ډیر څه لیکلي و او تل به مې د فراغت په وخت کې له سرې کتابچې سره مشغولا وه ٬ دا کتابچه ډیره راته ګرانه وه ځکه زما د تنکیو احساساتو انځورګره وه .
له بده مرغه دغه کتابچه مې له دستکول سره په ۱۳۸۷ کال ورکه شوه او ټول لیکل شوي مواد مې له یوې مخې پکې ورک شول هغه وخت زما د لیکنو ډیره برخه قلمي وه او ما د خپلو لیکنو بله کاپي هم نه درلوده ٬ هر څومره هلې ځلې مې چې وکړې د رادیو له څپو مې اعلانونه خپاره کړل خود چا زړه سوی را نغی اوپه پایله کې هیڅ په لاس را نغلل له هغه وروسته مې خپل هغه نیم نیمګړی اثار چې په ور ځپاڼو او مجلو کې چاپ شوي و له وروستیو لیکنو سره را ټول او په دغه کتاب چې ستاسې په لاس کې دی ٬ را ټول کړل ٬ پوهیږم چې زما لیکنې به ښایې ډیرې نیمګړتیاوې ولري خو (برګ سبز تحفه درویش ) دا مې د افغان ښځو په پلوۍ یو غږ دي چې له رسنیو نه مې وخت ناوخت اوچت کړی دی .
په درناوي جمیله )مجاهد(
ډالۍ
دا کتاب مې خپلو پنځو ذکي باحساسه او ګلالیو بچیانو٬ ډاکتر سید متین سادات ٬دیپلوم انجنیر سید رامین سادات ٬ډاکتر مینه سادات ٬سید مبین سادات او وړوکي سید حصین سادات او همدارنګه خپل د ژوند ملګري سر محقق سید امین مجاهد ته چې په خپلو لیکنو کې د واقعیتونود انعکاس په تور دیو شمیر سر زورو کړیو په تحریک او د زمانې د جبر په حکم ٬ جلا وطن له خپلو اولادونو ژوند تیروي ٬ په مینه ډالۍ کوم.
جمیله مجاهد
دستارې پیغام خپل میړه ته !
شونډې مې مه پرې کوه
پزه مې مه غوڅه وه
زه هم انسانه یمه درد لرمه
زه هم یوسیاله یمه شرم لرمه
زه یمه ستا دنیمو شپو ستاره
زه یمه مور ستا د بچو ستاره
شونډې مې مه پرې کوه
پزه مې مه غوڅه وه
زه هم انسانه یمه درد لرمه
زه هم یو سیاله یمه شرم لرمه
که ستاره نه وي اسمان کې به څه رنګ پروت وي؟
که ستاره نه وي ماحول کې به څه خوند پروت وي؟
شونډې مې مه پرې کوه
پزه مې مه غوڅه وه
زه هم انسانه یمه درد لرمه
زه هم یو سیاله یمه شرم لرمه
زه خو بچي خپل ښکلولی نشم شونډې نشته
زه خو پیزوان خپل بندولی نشم پزه نشته
شونډې مې مه پرې کوه
پزه مې مه غوڅه وه
زه هم انسانه یمه درد لرمه
زه هم یو سیاله یمه شرم لرمه
زه خواره ښځه ستا ناموس او ستا عزت یمه
زه د څلورو لوڼو مور او ستا غیرت یمه
شونډې مې مه پرې کوه
پزه مې مه غوڅه وه
زه هم انسانه یمه درد لرمه
زه هم یو سیاله یمه شرم لرمه
یادونه: ستاره د هغې ښځې نوم دی چې د روان کال د لیندۍ په میاشت کې یی د میړه له خوا په هرات کې پزه او شونډې غوڅ شول.
ښځه څوک ده ؟
ښځه ستا د کور رڼا ده
ښـځه زما دکور رڼا ده
ښځه زموږ د کور رڼا ده
¯¯¯
ښـځه ستا دمټ قوت
ښـځه زما دمټ قوت
ښځه زموږ د مټ قوت
¯¯¯
ښځه ستا د بچو مورده
ښځه زما دبچو مور ده
ښځه زموږ د بچو مور ده
¯¯¯
ښځه ستا دژوند ملګرې
ښځه زما د ژوند ملګرې
ښځه زموږ دژوند ملګرې
¯¯¯
ښځه ستا دشملې ګل دی
ښځه زما د شملې ګل دی
ښځه زموږ د شملې ګل دی
¯¯¯
ښځه ستا د کور سنبال دی
ښځه زما د کور سنبال دی
ښځه زموږ د کور سنبال دی
¯¯¯
ښځه ستا سره وفاکړي
ښځه زما سره وفا کړي
ښځه زموږ سره وفا کړي
¯¯¯
ښځه ستا بچي را لوی کړي
ښځه زما بچي را لوی کړي
ښځه زموږ بچي را لوی کړي
¯¯¯
ښځه ستا په سر ولاړه
ښځه زما په سر ولاړه
ښځه زموږ په سر ولاړه
¯¯¯
ښځه ستا د کور ډیوه ده
ښځه زما د کور ډیوه ده
ښځه زموږ د کور ډیوه ده
¯¯¯
نوبیا ولې داسې وایو …..
ښځه څوک ده ؟
¯¯¯
چهار شنبه د ۱۳۹۲کال دلړم
د میاشتې ۲۲نیټه د ور ځې لس بجې
ښځې ته پیغام
ځان بیدار کړه
زما خورې زمامورې
ځان تیار کړه
په ګاڼه باندې د پوهې ځان سینګار کړه
پس له هغې بیا پاڅون ته ځان تیار کړه
بیا نوغږ د حق اوچت کړه
له ځان لیرې دا ذلت کړه
که پیدا ځان کې وحدت کړې
بیا دحق اواز اوچت کړې
بریالۍ به په جهان یې
بیا حساب به په انسان یې
له دې پرته به برده یې
تش د لوبو بازیچه یې
مکرویان کابل
۷/۳/ ۱۳۸۴
¯¯¯
نه جندر شته نه مندر
چې وهي دې ټکوي دې
ژړوي دې په سرو سترګو
درته وایي چې ته څوک یې ؟
پیدا شوی دوهم کس یې
ته مجبوره مکلف یې
چې خدمت او اطاعت کړې
که نه دا اختیار لرمه
بې موجبه دې وهمه
چې مې زړه غواړي هغه کړمه
او دهیچا نه منمه
نه دې حق شته نه دې چار
نه په کور کې دې اختیار
هسې تشې یو څو کرښې
لیکل شوي کتابو کې
صرف دلیل تاته قانون دی
او زه پخپله ستر قانون یم
چې هر رنګه مې زړه غواړي
هسې شان تعبیر کومه
او په ټولو یې منمه
مه نارې وهه مه ژاړه
تش د سر خیرونه غواړه
چې په ملک کې نه قانون وي
نه تپوس د چا دحال
نه یې سر چیرې خوندي وي
نه پرسان د چا د مال
یا موضوع د مصلحت وي
او یا طرحه اقلیت وي
روابط وي ٬سپارش وي
ضوابط شې تر پښو لاندې
نو په داسې حکومت کې
او په داسې جمهوریت کې
دا ستا پوهه ستا مقام
څه به یاد وي د جانان
زما وروه زما ځانه
چې خفه نه شې له مانه
چې مې ذهن ستا په شان وي
حق مې هم ښایسته رو ښان وي
په ټاکنو د ملت کې
انتخاب د زعامت کې
اولینه را یه زما وه
او په دې ومه خوشحاله
دی به وکړي عدالت
شو به خاورو نه اوچت
خو افسوس کوم افسوس
داسې نشوه
دا حاکم شو
دا بادار شو
او ستا مور او خور برده شوه
اوس نو پوه شه
نه جندر شته نه مندر
شې به هله را بیداره
چې کوتک وخورې په سر
له دې پرته چیرته کښینه
خپلې او ښکې پاکوه
په څو کرښو دکاغذ دې
خورې زړه تسلوه
ګڼه داسې چې زه ښځه بیچاره یم
یا به ناسته یم په کورکې
یا د ګور په حواله یم
او یا پاڅه یو پاڅون کړه
حق حاصل په او ښتون کړه
یا زړه صبر کړه هر څه نه
یا خو جوړه کړه غوغا
له دې پرته خلاصون نه شته
یا هغه وکړه یا دا
¯¯¯
دزمانې د جبر لیونۍ
د لیونیانوپه بازارکې لیونۍ ګرځیدم
چې کله ځیرشوم لیونوته لیونۍ ښکاریدم
چې په خنداشول لیونیان ٬ دې لیونۍ ته ګوره
په غرونوسرشومه تروره غرڅنۍ ښکاریدم
یا دونه: د ۱۳۷۵ کال د تلې د میاشتې په اوومه نیټه کله چې ما
د لومړي ځل لپاره چادري (بورقه )په سرکړه نود چادري لاندې
داو ښکو سره یو ځای دغه بیت پخپله زما خولې ته راغی تاو را
تاویده او ځان یوبل شان را ته ښکاریده ٬ اود ځان سره مې ویل ..
…..
د زمانې د جبر لیونۍ .
¯¯¯
ګرانې خورې !
ما او تا ته معلومه ده چې د څو کلونو تورتم ٬وحشت بربریت ٬ او زما او ستا د مادي او معنوي حقوقو د تر پښو لاندې کونکوله خوا زه او ته څومره لیرې سره ساتل شوې وو ٬ ما او تا نشوای کولای چې خپلې ستونزې ٬ د زړه خواله ٬ دردونه٬ غمونه او مصیبتونه له یو بل سر شريک کړو زه او ته په دې محکومې وو چې ښځې یو ٬ باید محرومې وو ٬ زه او ته په دې هم ملامتې وو چې د ټولنې د سو کالۍ او پر مختګ لپاره مو د خپل توان په اندازه ز یار ګاللی و او ددغه هېواد بچیانو ته مو یو څه ورزده کړي وو .
نو ای ګرانې خورې !
اوس چې د پخواني تورتم په ځای رڼا ٬ د ظلمت په ځای عدالت د تورې شپې په ځای روڼ سحر٬ دناپوهۍ په ځای پوهه او د اسارت په ځای آزادي را غلې نو…
را ځه چې دواړه ٬ لاسونه سره ورکړو او د خپلو محرومو خویندود نیکمرغۍ هوساینې ازادۍ او سوکالی لپاره کار وکړو او هغوی ته زیری ورکړو چې دوی هم توان لري چې زما او ستا په شان دخپل هېواد خلکو او د خپلو محرومو مظلومو او محکومو ښځو لپاره کار کولي شي او خپل مدني حقوق او امتیازات تر لاسه کولی شي .
لازم او ملزوم
پوهه ښځه پوهه ټولنه
روغه ښځه روغه کورنۍ
سالمه ښځه سالم چاپیریال
پیاوړې ښځه پیاوړی هېواد
او…………….
عالمه ښځه عالم اولاد
دا د ښځې معنوي او فزیکي ارزښت دانسان په ژوند کې دی .
د شاعر په قول:
اګر زن نمیبود ٬عالم نمیبود نشانی ز اولاد ادم نمیبود
زما مور او خور
زما مور ده ماته ګرانه
زما خور ده ماته ګرانه
ځکه زما جامې را وینځي
زما ډوډۍ راته پخه کړي
ښوونځي ته مې روان کړي
په ښه شان مې بیا سنبال کړي
زما مور ده ماته ګرانه
زما خور ده ماته ګرانه
زما میلمه ته عزت ورکړي
زما ازمه ته قدر ورکړي
زما د غږ سره هوکې کړي
زما په سر باندې لاس تیر کړي
زما مور ده ماته ګرانه
زما خور ده ماته ګرانه
خور مې وایي زما وروره
مور مې وایي زما زویه
بیا د مور او خور په قدر
هله پوه شم زما وروره
زما مور ده ماته ګرانه
زما خور ده ماته ګرانه
ظالمه
ښځه مه وهه ظالمه ښځه مه رټه ظالمه
ښځه ستا شرم حیا ده
ښځه ستا سره پخلا ده
ښځه مه وهه ظالمه ښځه مه رټه ظالمه
ښځه ښه ملګری ستا ده
ښځه واړه ستا ښکلا ده
ښځه مه وهه ظالمه ښځه مه رټه ظالمه
ښځه ستا غریبي ګالي
ښځه ستا پریشاني ګالي
ښځه مه وهه ظالمه ښځه مه رټه ظالمه
ښځه تاته مینه درکړي
ښځه تانه مینه واخلي
ښځه مه وهه ظالمه ښځه مه رټه ظالمه
ښځه ستا د ژوند ملیاره
ښځه ستـا دکار سنباله
ښځه مه وهه ظالمه ښځه مه رټه ظالمه
ښځه تاته غیرت درکړي
ښځه تاته قوت درکړي
ښځه مه وهه ظالمه ښځه مه رټه ظالمه
او …..
ښځه ښه ساته چې ښاد شي
ښځه ښه پاله چې یاد شي
ښځه مه وهه ظالمه ښځه مه رټه ظالمه
سوله
سوله خوشبختي ده ٬ سوله ژوند او سوکالي ده
سوله کې قوت دی ٬ سوله ستره نیـکمرغي ده
سـوله کې خیرونه دي په سـوله کې صـفاده
سـوله کې برکت دی او په سـوله کې بقا ده
د یکشنبې ورځ د۱۳۸۹ کال د سرطان ۲۷ نیټه
دسولې ښیګڼې
سوله خـــیر او برکت دی
سوله مینه محبت دی
سوله عدل او انصــاف دی
همدلي او مساوات دی
آرامي او اطاعت دی
په کې پروت عجیب قوت دی
خوشبختي او نیکمرغي ده
سوله لویه سوکالي ده
اطاعت او پاکدلی ده
سوله ژوند لره بقا ده
سوله مینه د انسان ده
سوله خوښه دالله ده
ژوند کې خیر دی آخرت ته رڼایې ده
دسپوږمۍ سره د زړه خواله
سپوږمۍ وړی سپوږمۍ!
ښکلی تنکی سپوږمۍ
ماته ریښتیاووایه
تابه په خپل زړګی کی څه ویلی؟
په هغه وخت چی دبمونو واسکټ
ستا ورور در واغستلو
او تاته ټینګ و چه هرو مرو به ځی هلته
هلته چی ستا د وطن
ټول شازلمی ولاړ وو
ددی وطن د امنیت لپاره
په خپل سنګرکی په پیره ولاړ وو
او ستا ناپوهه ورور
ته هڅولی، ډارولی او وهلی
چی هلته ورشه – ځان وژنه وکړه
نوتابه څه ویلی؟
سپوږمۍ!
ته پوهیدلی چی …؟
چی پدی کار خو ته پخپله مری
نو په همغه وخت کی
کله همزولی در په یاد وی که نه؟
سپوږمۍ وړی سپوږمۍ
ښکلی تنکی سپوږمۍ
ماته ریښتیا ووایه
تابه په خپل زړګی کی څه ویلی؟
¯¯¯ جمیله مجاهد |
ډالی!
هغه وړی لس کلنی سپوږمۍ ته چی ورور مجبوره کړی وه چی دبمونو واسکټ واغوندی او ځان وژنه وکړی.
د مرحومی شکریی چیغی د مرګ په حال کی
څه می ګناه ده چی می وژنی ای ظالمه یاره؟
څه می خطا ده چی می وژنی ای بی رحمه یاره؟
زه خو هم ستا په شان انسانه یمه
زه خو هم کلکه مسلمانه یمه
ما خو په وخت کی د نکاح تاته بعیت کړیدی
او په خپل جګ آواز می
د دري شاهد و په حضورکی په جرآت وویل
زه دا نکاح منمه
زه دا وصلت ساتمه
ملا خطبه ویلي
او ما په خپل زړګی کی یوه خیالی شانته دنیا جوړه کړه
ما ویل زموږ به کور وي
زموږ به بچی ډیر وي
او خوشحالی به مو په ژوند خوره وي
نو……
بیا دا څه وشول؟
ولی دی بده را ځم؟
ولی دی خوښه نه یم؟
ته خو هماغه شانته ګراني راته
ته خو می پلار د خپل بچویی راته
نو بیا می ولی وژني؟
ته یو ځل ګوره ماته
زما ګناه څه ده؟
زما خطا څه ده؟
د خدای خاطر ته ګوره
زما تور سر ته ګوره
پر ما ته رحم وکړه
په بچو رحم وکړه
آخر نو ولی……؟
څه می ګناه ده چی می وژنی ای ظالمه یاره؟
¯¯¯ جمیله مجاهد |
څه می خطا ده چی می وژنی ای بی رحمه یاره؟
اهدا! مظلومی مرحومی 25 کلنه شکریی ته چی د خپل میړه لخوا د خپلو بچو په مخکی په ډیري بی رحمی سره د کندز په ولایت کی و وژل شوه
د لور پیغام پلارته
پلاره قربان دی شمه
پلار جانه جار دی شمه
ما خو مکتب ته پریږده
ما خپل سبق ته پریږده
زه می د ورور سره ځم
یا هم د ترور سره ځم
په ډیره مینه او په شوق باندی سبق وایم
ښه یی په رونق وایم
تاته وعده در کوم
ښه یی په ضمه در کوم
چی زه به شمه د سواد خاونده
د نوم نشان خاونده
پلاره قربان دی شمه
پلار جانه جار دی شمه
ما خو مکتب ته پریږده
ما خپل سبق ته پریږده
زه ستا عزت ساتمه
زه ستا عفت ساتمه
مکتب خو ځای د زده کړی
مکتب تهداب د زده کړی
د چا خبر مه منه
د چا نظر مه آوره
هغوی د نجونو هیڅ پروا نلری
نجونی خو دوي ته هیڅ ارزښت نلری
زه د اسلام په رڼا زده کړه کوم
زه د خپل دین په حکم ځان پوه کوم
پلاره قربان دی شمه
پلار جانه جار دی شمه
ما خو مکتب ته پریږده
¯¯¯ جمیله مجاهد |
ما خپل سبق ته پریږده
د کندهار د نجونو پیغام
ولی می په مخ باندی تیزاب شیندی
ولی زما صورت ته ستر زیان راوړی
یو ځل تیزاب وشینده په خپل صورت
وګوره چی څومره سوزی ستا صورت
زما مخ او صورت هم دی دا ستا په شان
زه هم دا سی سوزم لکه ستا په شان
زما جرم په څه دی؟ زه خو زده کړه کړم
دا کار خو په کلکه ستا په نفعه کړم
زده کړه زما فایده لری دا ټولوته
پوهه زما رڼا راوړی دا ټولوته
مه پاشه تیزاب می په مخ مه پاشه
مه کوه په مخ می غرض مه کوه
زه هم ځوانه پیغله د وطن یمه
ستا د سبا ستوري د وطن یمه
لږی خو حیا وکړه ته له خپل خدایه
لږ خو شرم وکړه ته له خپل کارنه
ولی می په مخ باندی تیزاب شیندی
¯¯¯ جمیله مجاهد |
ولی زما صورت ته سترزیان راوړي
اهدا! د کندهار هغه په تیزاب سوځیدلو مظلومو پیغلو زده کوونکو ته چی د پیغلتوب دځوانی ښکلا او هیلی یی د علم او معرفت د دښمنانو له لاسه په ناهیلی بدلی شویدی.
د لور هیله له پلار نه
پلاره ولور مه اخله قربان دی شم
پلاره لور دی مه خرڅوه جار دی شم
لږ دی په خپل لور باندی زړه سویی وکړه
ښه لور باندی فخر په کونین وکړه
لور خو څه متاع او څه اشیا نه ده
لور خو څه برده او څه هم غوا نده
زما په سرنو ولی؟ ته پیسي اخلی
زما په سر نو ولی؟ ته مز یی اخلی
زما پیسی به څه کړي؟ ته به یی خرڅی کړی
ښه مزی چړچی به یی په سر وکړی
ما باندی که ورځ توره او شپه رڼا
ستا باندی پروا څه شته ای پلاره زما
پلاره ولور مه اخله قربان دی شم
¯¯¯ جمیله مجاهد |
پلاره لور دی مه خرڅوه جار دی شم
د لور زارۍ پلارته!
پلا ره قسم درکوم
تاته سوګند درکوم
چی ته به ماــ د خپل لالا په بدل نه ورکوي
بدل دی ورک شی پلاره
بدل کینه زیږه وي
بدل په هر کورکی ناندرۍ او دښمنۍ پاره وي
پلاره قسم در کوم
تا ته سوګند درکوم
چی ته به ماــ دخپل لالا په بدل نه ورکوي
ښځی خپل مهر غواړي
ښه یی په فخر غواړی
بدل په نره دبی وسه ښځو حق لوټوي
پلاره قسم در کوم
تاته سوګند درکوم
چی ته به ماــ دخپل لالا په بدل نه ورکوي
پلاره زه لور دی یمه
د کور ډیوه دی یمه
ما ته حق راکړه چی راتلونکی خپله وټاکمه
پلاره قسم درکوم
تاته سوګند درکوم
چی ته به ماــ دخپل لالا په بدل نه ورکوي
که ما بدل ورکړی
وریندار بدل وغواړی
زمونږ د دواړو مهرــ کله زمونږ مشران راکوي؟
پلاره قسم درکومه
تاته سوګند درکومه
چی ته به ما دخپل لالا په بدل نه ورکوي
بدل اسلام کی نشته
بدل قانون کی نشته
نو بیا پلار جانه! ته په کوم اساس بدل کوي؟
پلاره قسم درکوم
تاته سوګند درکوم
¯¯¯ جمیله مجاهد |
چی ته به ماــ د خپل لالا په بدل نه ورکوی
پریږده ښځه پریږده چی تعلیم او تربیت وکړی
ښه یی په همت وکړی
ښځی ته اوږه ورکړه چی لوره په جهان شی
فخر د افغان شی
ښځه خو پیدا ده محبت لره
مینه او شفقت لره
ته چی یی غښتلی دا د ښځی برکت دی
ښه مهر او الفت دی
پریږده ښځه پریږده چی تعلیم او تربیت وکړی
ښه یی په همت وکړی
ښځی ته اوږه ورکړه چی لوره په جهان شی
فخر د افغان شی
ښځه احترام کره چی ته وړ د احترام شی
ښه په نوم نشان شی
وګوره دنیا ته چی ته هم د دنیا سیال شی
ښه لور په جهان شی
پریږده ښځه پریږده چی تعلیم او تربیت وکړی
ښه یی په همت وکړی
ښځی ته اوږه ورکړه چی لوره په جهان شی
¯¯¯ جمیله مجاهد |
فخر د افغان شی
د ژوند ملګری
ښځه مهربانه ده
ډیره په ما ګرانه ده
ښځه ده غمخواره زمونږ
زمونږ د ناتوانی په وخت
ښځه ده ملګری زمونږ
زمونږ د بدو ورځو شپو
ښځه مو حیا ده
زمونږ د ضرورت په وخت
ښځه راسره ده
زمونږ د تنهایی په وخت
ښځو ته مو لاس وړکړی
پورته یی له خاور کړی
هله به بیا خوند واخلی
جمیله مجاهد |
ژوند نه به بیا رنګ واخلی
دا خو مو سم کتاب خپور کړى، دومره لوى مطلب څوک لولي، ما ويل که کتاب خبرتيا ده، د تاند دې کور ودان وي، چې دومره لويه حوصله لري ..