د انتخاباتي ناندريو او د واک د لېږد په جريان کې افغانستان ته بلا ستونزې متوجه دي. ددې ترڅنګ چې په ګڼو ولاينونو او سيمو کې مخامخ جګړې او بريدونه روان دي، غلاوې، تښتونې، د ځمکو غصب، د زور واکانو واکمني، قاچاق او… تر بريدونو خورا خطرناک او د اندېښنې وړ بلل کېږي، چې اوسني روان وضعيت دې څه ته د فعاليت لپاره زمينه برابره کړې ده.
په دې وروستيو کې په هېواد کې د جنايي پېښو د ګراف له لوړېدو او د مجرمينو له سرو سترګو ګرځېدو داسې برېښي، چې ګويا په هېواد کې يې پر وړاندې ټولې دروازې پارنستې پاتې دي.
د افغانستان لوی ښارونه هره ورځ د غلاوو، تښتوونو، شکو، مرموزو وژنو، قاچاق او نورو جنايي کړنو د يوې پېښې نه يوې شاهد وي. دا ځکه چې ډېری لوړ پوړي امنيتي چارواکي د انتخاباتو په لالچ کې بوخت دي او دې څه ته يې پام نشته.
په هرات کې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره په تېرو دوو مياشتو کې تر ۳۵ زيات کسان تښتول شوي، چې د هر تښتول شوي پر سر له ۱۰زره ډالرو نيولې تر ۱۰۰زرو پورې غوښتل کېږي، که ورنه کړل شي، نو بيا برمته کس وژل کيږي. په کابل کې وسله والې غلاوې او شوکې، مرموزې وژنې، بې عيزتۍ په تېرو څومياشتو کې خپل اوج ته رسېدلې دي. په غزني په تېره يوه مياشت کې تر ۲۶ پورې د ترور پېښې رامنځته شوې دي. دا يې بېلګې وې، خو که لږ ورته دقت وشي نو دا ډول ګړنې به مو ګټ مټ اويايمو کلونو ته ورستانه کړي. تېره اونۍ په کابل ښار کې په يوه ډله ښځو د اوباشانو له لوري تېری، په برچي سيمه کې د يوې سرپرېکړې ښځې جسد مندل، دا کوم تصادفي کارونه نه دي، دا ټول هغه سازمان شوي کارونه دي، چې د هېوادوالو د اندېښمنولو لپاره په منظم ډول پلان شوي دي، خو د مخنيوي يې هېڅ درک نشته.
دا کارونه بېلابېلې انګېزې لري، يو دا چې د ګټو او پيسو د ترلاسه کولو، د خلکو د ويرولو، حالت د ګډوډولو په هدف. دويم دا چې زورواکي راتلونکي حکومت ته خپل زور ښيي، چې له واک يې بايد د باندې پرېنږدي او دريم دا چې راتلونکي حکومت ته يو له ننګونو ډک حکومت پرېښودل، چې ونشي کولای په اسانۍ سره هرڅه ته لاس رسی وکړي، بلاخره د هغه د راپرځولو لپاره به سر له اوسه کار شوی وي.
د کابل ښار په ګډون په ټولو لويو ښارونو کې دغلاوو، انسان تښتونو، قتلونواو نورو جنايي پېښو ګراف لوړېدو ځکه اندېښنې زياتې کړې، چې پخوا يوازې د وسله والو اورپکو له لوري د بريدونو مسئله جدي وه او د مخنيوي غوښتنې يې کېدې، خو اوس چې دا ډول پېښې زور اخلي، هغه هم د پوليسو په جامه کې نو خود به پانګوال تښتي، خود به ولس د خپل عزت د خوندي ساتلو لپاره غره ته غېژي او يا به له افغانستان پېښې سپکوي، ځکه په هغه ښار کې چې د چا عزت او مال خوندي نه وي، بلا غواړي، چې پکې اوسږي.
دولتي ټول ارګانونه په دې وروستيو کې د ټاکنو له بهير سره خوبولي شوي او د هرې موضوع په تړاو خورا بې تفاوته پاته کېږي، دا ځکه چې د دوی مشران د ټاکنو په سياسي بهير کې ښکېل دي، هڅه کوي، چې راتلونکو پنځو کلونو ته د ځانونو لپاره موقفونه تضمين کړي، نو ځکه يې هرڅه ته شاه کړې او په خپلو معاملو اخته دي.
که هرې دولتي ادارې ته سر ورښکاره کړې، له وزير نيولې، تر عادي مامور پورې به په خپلو څوکيو پيدا نکړې، کېدای شي، يوازې مراجعين او هغه مامورين په ادارو کې ووينې، چې په کور کې تنګېږي او بل ځای ورته د دفتر په شان خوندي او د سرګرمۍ وړنشته.
له کله چې د واک د لېږد خبرې روانې دي، له بهرنيو چارو وزارت نيولې تر نورو پورې لوړپوړي مامورين يې د وزير د حکم ترلاسه کولو په پار په غوړماليو لګيا دي، چې وزير، معين او رييس پرې رحم وکړي، يوه ښه پوست ته يې ور وپېژني او د راتلونکي لپاره يې ژوند تضمين کړي، چې دا کارونه هم د خپلويو پر بنياد په ډېريو دولتي ادارو کې ښه په درز سره روان دی.
هرڅه بې تاثيره شوي دي، د رسنيو خبرې، مرکې د خلکو نيوکې، ليکنې، د خواله رسنيو مبارزه د ولس چيغې او فريادونه هېڅ هم ځای نشي نيولای او نه يې هم څوک اوري.
د چارواکو ژوند خو هسې هم تضمين شوی دی، ځکه چې د کورونو پر سر يې بلا پيرې ولاړې دي.
اصلي خبره د يوه عام وګړي د ژوند ده، بايد د سر او مال امنيت يې خوندي شي، خو چې د هېوادوالو سر او مال خوندي نه وي، نو بيا امنيتي ځواکونو ته معاش ولې ورکول کېږي، په ادارو دومره لګښتونه د څه لپاره کېږي. که دا چاره همداسې روانه وي، نو بيا خو هغه امنيتي شعار ډېر پيکه کېږي، چې (پوليس د ټولنې خدمتګار)، پکار ده، چې ددې شعار د درناوي په هدف په ټول توان سره د ولس امنيت خوندي شي او هغه مجرمين په سزا ورسول شي، چې عام ژوند ته ګواښ پېښوي.