تاند- په مزارشریف ښار کې د سرپرست والي عطا محمد نور له لوري د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د عکس لېري کېدو د جنرال دوستم د پلویانو غوسه پارولې ده.
د جنرال دوستم پلویانو خبرداری ورکړی چې ممکن د عطا محمد نور پر خلاف پاڅون وکړي.
د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي – اسلامي غورځنګ ګوند ویندوی بشیر احمد ته ینج ویلي چې د مرستیال ولسمشر د عکس پرې کول د افغانستان د خلکو یوې لویې برخې ته سپکاوی دی.
ده وویل چې دا کار د یوې منظمې او له مخکې څخه پلان شوې دسیسې پر اساس شوی دی او په دې توطیه کې د لاس لرونکو کسانو هدف دا دی چې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال بې احترامي وکړي.
ده دغه راز وویل چې سبا /سې شنبه/ غواړي چې د بلخ او شاوخوا ولایتونو د خلکو په ګډون د دې پېښې پر ضد سوله ییز لاریون وکړي.
خو عطا محمد نور نن وویل چې د دوستم عکس خلکو په خپل سر لېري کړی او په دې قضیه کې د ده لاس نشته.
نور ویلي چې د دوستم د عکس لېري کېدو د ځینو خاصو کسانو غوسه پارولې او هغوی د بلخ د مشرتابه سپکاوی کوي.
ده همداراز په دې مسله کې د جمعیت ګوند رول رد کړ.
د بلخ سرپرست والي وویل، په بلخ ولایت کې ګڼې سیاسي او مدني ډلې فعالیت کوي او د مزارشریف ښار په هغه واټ کې هم، چې د ده کور پکې دی، د جنرال دوستم عکس لیدل کېږي.
ده په خلکو ږغ وکړ چې ګډوډي رامنځته نه کړي، د نوي یمې لسیزې د ترخو خاطرو د تکرارېدو او د بلخ د بې ثباته کېدو لاره هواره نه کړي.
نور په عین حال کې خبرداری ورکړ چې که چا د ګډوډۍ هڅه وکړه، کلک به وځپل شي.
په همدې حال کې ویل شوي چې د جنرال دوستم پلویان غواړي چې د خپل مشر د عکس د لېري کېدو پر خلاف مظاهره وکړي.