تاند- د مرستیال ولسمشر جنرال عبدالرشید دوستم او د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور پلویانو نن په مزارشریف ښار کې جلا – جلا احتجاجي مظاهرې وکړې.
دا مظاهرې یوه ورځ وروسته له دې وشوې چې د جنرال عبدالرشید دوستم پلویانو د عطا محمد نور د پلویانو له لوري په مزارشریف ښار کې د دوستم د عکس پر لېري کېدو غوسه ښکاره کړه.
عطا محمد نور پرون /دوشنبه/ د خپلو پلویانو له لوري د دوستم د عکس لېري کېدا رد کړه، ویې ویل په بلخ کې په لسګونو نورې ډلې هم شته.
عطا محمد نور په عین حال کې وویل چې پر دې مسلې اعتراض او مظاهره به ونه مني او هغه به په مزارشریف ښار کې د ګډوډۍ سبب وبولي او وبه یې ځپي. (تفصیل ولولئ)
خو د عطا محمد نور له دې خبرداري سره سره، نن د جنرال دوستم په سلګونو پلویان په مظاهره ښار ته راووتل.
دوی په بلخ ولایت کې د اداري فساد، له واکه د ناوړې استفادې، تبعیض او مافیا پر ضد شعارونه ورکول.
د راپورونو له مخې، د مظاهرې په ترڅ کې تاوتریخوالی نه دی پېښ شوی.
په همدې حال کې یو شمېر کسانو د عطا محمد نور په ننګه مظاهره وکړه.
ویل شوي چې په مظاهرو کې غیر مسوول وسله وال هم لیدل شوي دي.
دواړه د قدرت تږی دی ، او دواړه غواړی خپله د قدرت ساحه پراخه کړي ، مرکزی حکومت ضعیف دی چې دواړه یی سم کړی وای