تاند- راپورونه وايي چې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال او د هغه د ساتونکو پر کاروان په جوزجان ولایت کې حمله شوې ده.
د ملي جنیش سرچینو نن /سې شنبه/ وویل، جنرال عبدالرشید دوستم له خپلو ساتونکو سره د موټرو او زغرګاډو په کاروان کې د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه په سیمه کې روان و چې غلچکی برید پرې وشو.
سرچینو وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ تر ډېرو د ډزو تبادله روانه وه.
په همدې حال کې د جوزجان امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني هم تایید کړه چې د جنرال دوستم او د نوموړي د ساتونکو پر کاروان برید شوی خو په نښته کې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه یې بې خبري څرګنده کړه.
تر دې مخکې پر جنرال عبدالرشید دوستم څو ځلي د هیواد په شمال کې غلچکي بریدونه شوي دي.
د ولسمشر لومړی مرستیال هر څه موده وروسته د دولت د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره شمالي ولایتونو په تېره بیا جوزجان، فاریاب او سرپل ته ځي او په خپله د عملیاتو قومانده ورکوي.